Book Name:Aur Ibrat-o-Naseehat

د بيان اوريدلو نيتونه

      مُحترمو اسلامي ورونړو! ثواب حاصلولو د پاره د بيان اوريدلو نه مخكښې ښه ښه نِيَّتونه كوو: فرمَانِ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: ” اَفْضَلُ الْعَمَلِ اَلنِّيَّةُ الصَّادِقَةُ “ رښتينے نيت بهترين عبادت دے. ([1])

     اے عاشقانِ رسول! نيك او جائز كار كښې چې څومره ښه نِيَّتونه زيات وي هغه همره به ثواب هُم زيات كيږي.

     *  د عِلمِ دِين حاصلولو نِيَّت اوکړئ او نور دا نيتونه اوکړئ چې *  نظر به ښكته ساتم او ښه په غورسره به بيان اورم. *  چې څومره كيدے شي د ډډه وهلو په ځائے به د عِلمِ دِين د تعظيم [يعني ادب] په نِيَّت د اَلتَّحِيَّات په شكل كښې كښينم *  د علم زده كولو د پاره به پوره بيان اورم *  د بيان په دوران كښې به د سُستئ نه ځان بچ ساتم *  د خپلې اصلاح د پاره به بيان اورم *   څه چې واورم نورو ته به ئې د رَسَولو كوشش كووم.  

د سُــوْرَۀ زِلْـزَال فضيلت

     د صحابئ رسول حضرت اَنَس بِن مَالِك رَضِیَ الله عَنْهُ نه روايت دے چې خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: چا چې د سُوْرَۀ زِلْزَال تلاوت اوكړو، دا د هغه د پاره د نِصف (يعنې نيم) قرآن برابر دے، چا چې د سُوْرَۀ كافِرُوْن تلاوت اوكړو، دا د هغه د پاره د


 

 



[1]...جامع صغیر، صفحہ:81، حدیث:1284۔