Book Name:Aur Ibrat-o-Naseehat

بِاَنَّ رَبَّكَ اَوْحٰى لَهَاؕ(۵)

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : ځکه چې ستا ربّ هغې ته حكم اوليږو.

د الله پاك خوږ حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چا ته چې الله پاك ډير اوچت شان وركړے دے، چا ته چې الله پاك قُدرت عطا كړے دے، د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په اشاره سپوږمئ دوه ټكړے شوه، هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اشاره اوكړه نو كانړو هم كَلِمَه اولوستله، د هغوئي په بركت بےساه څيزونه ژوندي شو، ونو او كانړو بُوټو د هغوئي په خدمت كښې سلام عرض كړو، چې كله د الله پاك په عطا د هغه خوږ حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم داسې طاقت لري نو پخپله به د الله پاك د قُدرت څومره اوچت شان وي.....!! زمكه اګرچې ساه نه لري، خبرې نه كوي، ژبه نه لري، د زمکې غوږونه او سترګې نشته خو د الله پاك په قُدرت دا زمكه زمونږ اعمال وينې هُم او په ورځ د قيامت چې الله پاك حكم اوكړي نو دا زمكه به خبرې هُم كوي او زمونږ د اعمالو په باره كښې به خبرونه هُم وركوي.     

په ورځ د قيامت به زمكه ګواهي وركوي

    حضرت ابُو هُريره رَضِیَ الله عَنْهُ فرمائي: د الله پاك آخري نبـي، رَسُولِ هاشمِي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دا آيتِ كريمه یَوۡمَئِذٍ تُحَدِّثُ اَخۡبَارَہَا﴿۴ تِلاوت كړو، بيا ئې اوفرمائيل: آيا تاسو ته معلومه ده چې د دې (زمکې) خبرونه څه دي؟ صحابۀ كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان عرض اوكړو: الله پاك او د هغه رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ښه پوهيږي. حُضُورِ اقدس صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد اوفرمائيلو: د زمکې خبرونه دا دي چې زمكه به په هر نارينه او زنانه د