Book Name:Aur Ibrat-o-Naseehat

په سبب 300 کسان هلاک او 500  نه زيات زخميان شُو * برطانیه کښې د 2020  د نیو ائیر نائټ په موقع د آتش بازئ په وجه 1362 کسان مُتأَثِّره شُو، په هغوئي کښې د ډيرو اندامونه بےکاره شُو ، 40 کورونو اور واخستو، 500 ګاډي تباه شو او 4 زره او 825 ځناور اوسويزدل مړه شو * د يو سروے مطابق د نیو ائیر نائټ په موقع صرف امریکه کښې د 171 ارب ډالرو شراب څښل شي، د 600 ملین ډالرو آتش بازي کيږي او اربونه ډالره د ګډا او سندرو په کلبونو کښې والوَځوي.

جہاں میں ہے عبرت کے ہر سو نمونے                                                                          مگر تجھ کو اندھا کیا  رنگ و بو نے

کبھی غور سے بھی یہ دیکھا ہے تونے                                                                                         جوآباد تھے وہ مکاں اب ہیں سُونے

جگہ جی لگانے کی دنیا نہیں ہے

یہ عبرت کی جا ہے تماشا نہیں ہے

په جهان كښې هر طرف ته نمونے دي د عبرت             خــو  ته   ړوند   كـړې  د  دنيا   فاني  دولت

محـلونه     چه      پـخوا       وو        كوم      آباد             غور    اوكـړه    ټول   پراته  دي   اوس  برباد

دا   دنيا   د    زړه     لګـولو    ځائے     نه    دے              ځائے  د عِبرت دے د  تماشو  ځائے نه  دے

نیو ائیر نائټ څنګه مناوول پکار دي...؟

خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! هسې خو اسلامي کال د مُحَرَّمُ الْحَرَام نه شروع کيږي. او چې څنګه شروع شي نو زمونږ په زړونو کښې د مسلمانوں د دوئيم خليفه اَمِیْرُ الْمُؤْمِنِیْن حضرت سَيِّدُنا عمر فاروق اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ  د تقویٰ و پرهیز ګارئ او عشقِ رسول، او د هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ  د عدل و انصاف یاد تازه شي. بيا د دې سره سره زمونږ په زړونو کښې د شُهَدائے کربلا، بالخصوص د امامِ عالی مقام، امامِ عرش مقام حضرت سَيِّدُنا امام حُسَین رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ  د دین سره محبت او د هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ  د دِین د پاره د قربانو ورکولو ياد تازه شي او دغسې د اسلامي کال شروع مونږ ته غفلت نه د بیداريدلو پیغام راکوي.