Book Name:Aur Ibrat-o-Naseehat

پڑھ پڑھ کے سُنایا ہے انہیں کلمۂ طیب     ایماں پہ ہیں شاہِد مرے اَشْجارِ مدینہ[1]

د شعر مفهوم: ما د مدينے مُنَوَّرے وَنو ته څو څو ځله کلمۀ طَيِّبه اَورولې ده، د مدينے وَنې زما په ايمان باندې ګواه دي.

الله پاک دِ مونږ ته هُم زمکه، ونې، کانړې وغيره د خپلو نيکو او د خپل ايمان د ګواه جوړولو توفيق راکړي. اٰمِین بِجَاہِ خاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                           صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د سورۂ زِلْزال د آیت نمبر:6 وضاحت

سُورۂ زِلزال، آیت: 6 کښې اللہ پاک فرمائي:

یَوْمَىٕذٍ یَّصْدُرُ النَّاسُ اَشْتَاتًا ﳔ لِّیُرَوْا اَعْمَالَهُمْؕ(۶)

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : په هغه ورځ به خلق د خپل رب په طرف ګرځي په ډيرو لارو [تقسيم] شوي، د پاره د دې چې خپل کړي [اعمال] ور اُوښودلے شي.

          د دې آيت يوه معنٰی دا ده چې په ورځ د قيامت به چې کله د قبرونو نه اوچتولے کيږي نو خلق به د محشر د ميدان په طرف ځي او په مختلفو حالتونو کښې به وي، د چا مخ به سپن وي، د چا به تور وي، څوک به په سوَرلئ سور وي او څوک به په زنځيرونو او بيړو کښې کلک تړلے شوے پيدل روان وي، څوک به د امن په حالت کښې وي او څوک به په ويره کښې وي. او دا ټول خلق به د ميدانِ مَحشر په طرف ولے ځې؟ د پاره د دې چې دوئي ته د دوئي اعمال اُوښودلے شي. ([2])  


 

 



[1]...وسائِلِ بخشش، صفحہ:361۔

[2]...تفسیر صراط الجنان، پارہ:30، سورۂ زلزال، زیرِ آیت:6، جلد:10، صفحہ:792 ۔