Book Name:Aur Ibrat-o-Naseehat
مَنْۢ بَعَثَنَا مِنْ مَّرْقَدِنَاﱃ (پارہ:23، سورۂ یٰسیْن، آیت:52)
[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : مونږه چا د خوبه راپاڅولو؟
كومو مسلمانانو به چې په قيامت يقين لرلو، هغوئي به د دې كافِرو په جواب كښې اوفرمائي:
هٰذَا مَا وَعَدَ الرَّحْمٰنُ وَ صَدَقَ الْمُرْسَلُوْنَ(۵۲) (پارہ:23، سورۂ یٰسیْن، آیت:52)
[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : دا دے هغه د کوم چې رحمٰن وعده كړي وه او رَسُولانو حق فرمائيلي وو.
د سُوْرَۀ زِلْزَال د 4-5 آيت وضاحت
الله پاك په دې آيتونو كښې نور ارشاد فرمائي:
یَوْمَىٕذٍ تُحَدِّثُ اَخْبَارَهَاۙ(۴)
[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : په هغه ورځ به هغه (يعني زمكه) خپل خبرونه بيانوي.
يعنې چې كله دا مُعامَلات اوشي، قيامت قائم شي، ټول د حشر په ميدان كښې جمع شي، نو بيا به زمكه خبرې کوي، خپل خبرونه به بيانوي، زمكه به وائي چې چا په زمکه باندې څه عمل كړے دے؟[1] خو دا به څنګه كيږي؟ ځکه چې زمكه خو ساه نه لري، د دې خو ژبه هُم نشته، بيا به زمكه څنګه خبرې کوي؟ الله پاك فرمائي: