Book Name:Aur Ibrat-o-Naseehat

د يو قول مطابق د دې آيت مطلب دا دے چې كله د قيامت زلزله راشي نو زمكه به په زوره زوره ړقيږي، په خلقو به سخته ويره او خوف وي، خلق به اخوا ديخوا منډې وهي، هغه وخت به زمکه د سرو او سپينو زرو ټولې خزانے بهَر را غوزار كړي. اِمام فخرُ الدِّين رازي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: هغه وخت به د زمکې ظاهر د سرو او سپينو زرو وغيره خزانو نه ډك شي خو څوك به خزانو طرف ته هډو ګوري نه، ګويا دا سره او سپين زر وائي چې: اے خلقو....!  * زه خو هغه څيز يم د څه د پاره به چې تاسو خپله دُنيا بربادوله * زه خو هغه څيز يم د څه د پاره چې تاسو خپل دِين ته نُقصان رَسَولے وو. [1]

    * آو! آو! زما د پاره به تاسو يو بل قتل كولو * زما د پاره به تاسو د خپلو ورونړو سره جګړے كولې * زما په لالچ كښې به تاسو خپل مور او پلار خفه كول* زما د حاصلولو د پاره به تاسو منډې ترړې وهلې * زما د حاصلولو په لالچ كښې به مو لمُونځونه قضا كول * روژې به مو نه نيولې. خو افسوس! هغه وخت به هغه سرو او سپينو زرو ته هډو څوك ګوري هُم نه.

د حضرت ابُوهُريره رَضِیَ الله عَنْهُ نه روايت دے چې خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: زمکه به د سرو او سپينو زرو د ستنو [پِلرو] په شان خپلې دننه خزانے بهَر ته


 

 



[1]...تفسیر کبیر، پارہ:30، سورۂ زلزال، زیرِ آیت:2، جلد:11، صفحہ:254 مفصلاً۔