Book Name:Aur Ibrat-o-Naseehat

اَفْلَحَ الرُّوَیْجِلُ اَفْلَحَ الرُّوَیْجِلُ سړے كامياب شو، سړے كامياب شو.[1]

   د حضرت زَيد بِن اسلم رَضِیَ الله عَنْهُ نه روايت دے، يو ځل يو كس د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په بارګاه كښې حاضر شو، خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يو صحابي رَضِیَ الله عَنْهُ ته ارشاد اوفرمائيلو: دې (نوي راتلونكي كس) ته قرآنِ كريم زده كړه...!  هغه صحابـي رَضِیَ الله عَنْهُ هغه كس ته سُوْرَۀ زِلْزَال زده كول شروع كړو، چې كله هغوئي د سُوْرَۀ زِلْزَال ووم آيت زده كړو نو هغه كس اووئيل: بس دا زما د پاره كافي دے. هغه صحابي رَضِیَ الله عَنْهُ په بارګاهِ رسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم كښې عرض اوكړو: يَـا رَسُولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! ده صرف ووه آيتونه زده كړل او وائي: دا زما د پاره كافي دي. خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: دا پريږده! ده ته فَقَاهَت (يعنې د دِين پوهه) نصيب شوې ده.[2]

    اے عاشِقانِ رسول! معلومه شوه چې څوک د قرآنِ كريم دې 35 الفاظو (يعنې مكمل سُوْرَۀ زِلْزَال) باندې ځان پوهه كړي او په ذِهن كښې ئې كښينوي او د دې مطابق ژوند تير كړي نو اِنْ شآءَ اللهُ الْكَرِيْم! ټول ژوند به ئې كامياب تير شي.

د سُوْرَۀ زِلْزَال مركزي مضمون

     بنيادي طور په سُوْرَۀ زِلْزَال كښې د انسان د ذِمه وارئ بيان دے يعنې دا بيان شوي دي چې انسان په دې دُنيا كښې بے جِيلَبه [يعنې بالکل په هره معامَله کښې آزاد] نه دے بلكه دا د خپل ژوند د يو يو منټ پخپله ذِمه وار دے، په دې دُنيا كښې كه دا ښه


 

 



[1]...سننِ ابو داؤد، کتاب الصلاۃ، صفحہ:230، حدیث:1399۔

[2]...تفسیر دُرِّ منثور، پارہ:30، سورۂ زلزال، جلد:8، صفحہ:596 ۔