Book Name:Aur Ibrat-o-Naseehat

د سُورۂ زِلزال د آیت: 7-8 وضاحت

          د سُورۂ زِلزال په آخري دوو آيتونو کښې الله پاک فرمائي:

فَمَنْ یَّعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ خَیْرًا یَّرَهٗؕ(۷) وَ مَنْ یَّعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ شَرًّا یَّرَهٗ۠(۸)

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : نو څوک چې د يوے ذرّے همره ښيګړه اوکړي هغه به وِيني او چې څوک د يوے ذرّے همره بدي اوکړي هغه به وِيني.

          دا دے زمونږه د ذِمه دارئ بيان...! که مونږه د نِيم مِنَټ نيکي هُم اوکړو نو هغه به محفوظه اُوساتلے شي او که د يو څو سيکنډو ګناه اوکړو نو هغه به هُم محفوظه اُوساتلے شي او په ورځ د قيامت به زمونږ مخې ته کيښودلے شي. لِـهٰذا په مونږ لازم دي چې مونږه د خپل مختصر ژوند يو يو ساعت په ذِمَّه دارئ سره تير کړو ځکه چې په ورځ د قيامت به زمونږ د وړوکي نه وړوکے عمل زمونږ مخې ته راوړلے شي.

وخت بربادول د مسلمانئ انداز نه دے

      مونږ ډير کارونه ”هسې (يعنې فُضُول)‘‘ کوو، بازار ته ولے تلے وې؟ هسې تلے ووم. په موبائل څه ګورې؟ هيڅ نه بس هسې. فلانکے کار دِ ولے اوکړو؟ بس هسې. دوستانو سره دِ څه کول؟ هيڅ نه بس هسې ټائم مې پاس کولو. غور اوکړئ دا چې کوم ”هسې (يعني بے وجه فُضُول)‘‘ دے، يقين اوکړئ چې دا د يو مسلمان په خُله هډو ښه نه ښکاري، مسلمان په ورځ د قيامت ايمان لري، زمونږ عقيده ده چې په ورځ د قيامت د الله پاک په بارګاه کښې ضرور حاضريدل دي، زمونږ نه به د يوے يوے خبرې په باره کښې تپوس کيږي، نو بيا دا څنګه کيدے شي چې په مونږ کښې څوک يو کار بے سوچه ”هسې‘‘ يعني فُضُول اوکړي؟

          حضرتِ شُرَيح رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دوه کسان په فُضُول کار کولو اوليدل، نو اُوئې فرمائيل: