Book Name:Aur Ibrat-o-Naseehat

هغه به ئې د خپل ايمان ګواه جوړې کړې، دغسې چې کله به بيرته تللو نو بيا به ئې هغه په خپل ايمان ګواه کړلې. د هغوئي د وفات نه پس فرښتو هغوئي د جَهنَّم طرف ته روان کړو، هغه ووه واړه لُوټې غرونه جوړې شوې او د جَهنَّم ووه واړه دروازے ئې بندې کړې او اُوئې وئيل: مونږه د ده د کلمۀ شهادت ګواه يُو. دغسې لُوټې د خپل ايمان ګواه جوړلو په بَرَكت هغوئي د جَهنَّم نه نجات حاصل کړو. بيا سیِّدي اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ټولو ته ترغيب ورکولو د پاره اوفرمائيل: چې لُوټې غرونه جوړې شوې او د جَهنَّم نه رُکاوټ جوړې شوې نو دا خو غرونه دي. دا ئې چې واوريدل نو ټولو خلقو په اوچت آواز کلمۀ شهادت وئيل شروع کړه. ([1])

          جانشينِ اميرِ اَهلِسُنَّت، الحاج مولانا عُبَيد رضا عَطّاري مَدَني مَدَّظِلُّهُ الْعَالِی فرمائي: د 1418 هجري خبره ده، مونږ په شارجه کښې وو، يو ځل په يو ځائے تيريدلو نو شيخِ طريقت، امِيرِ اَهلِسُنَّت، حضرتِ علّامه مولانا محمد اِلياس عطَّار قادِري رَضَوِي دَامَتْ بَرَکاتُہُمُ الْعَالِیَه د يوے وَنې لاندې اودريدلو او په اوچت آواز ئې کلمۀ طَيِّبه اُووئيله، چا ترينه د وجهې تپوس اوکړو نو اِرشاد ئې اُوفرمائيلو: اَلْحَمْدُ لِلّٰه! ما دې ونې ته په اچت آواز کلمه واروله نو په خپل ايمان مې ګواه جوړه کړه.

          د شيخِ طريقت، امِيرِ اَهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکاتُہُمُ الْعَالِیَه يوه ښکلې ادا دا هُم ده چې هغوئي ډير ځله د مدينے مُنَوَّرے پاکيزه ونو ته کلمه اوروَلې ده او د خپل ايمان ګواه ئې جوړې کړي دي. چنانچه په خپل يو شعر کښې ليکي:


 

 



[1]...ملفوظاتِ اعلیٰ حضرت،صفحہ:313 خلاصۃً ۔