Book Name:Aur Ibrat-o-Naseehat

کښې د شرکت کولو تر اوس نه نِيَّت اوکړئ! عِلمِ دين زده کړئ! که اللہ پاک ته منظوره وه نو د نوي کال په نوو ساعتونو کښې به ډير ډير بَرَكتونه درنصيب شي، کاش! چې مونږ ته د غفلت نه بيداري رانصيب شي، اللہ پاک دِ مونږ ټولو ته د نيک جوړيدلو، د نيکو کولو او د وخت د قدر پيژندلو او د وخت د قدر کولو توفيق رانصيب کړي. اٰمِین بِجَاہِ خاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

د سُلطان باهُو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه کا ذِکرِ خیر

اے عاشقانِ رسول! د اسلامي کال شپږمه مياشت جُمادَى الْاُخْرٰى راتلو والا ده، د جُمادَى الْاُخْرٰى په يکم تاريخ د پنجاب (پاکستان) د ډير مشهور و معروف بزرګ سلطان العارِفِین شیخ سلطان باهُو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عرس مبارک وي، په یکم جُمادَى الْاُخْرٰى د شیخ سلطان باهُو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د ایصالِ ثواب اهتمام هُم اوکړئ! د مَكْتَبَةُ الْمَدِينه يوه ډيره ښکلې رِساله ده: فیضانِ سلطان باهُو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دا رساله هُم اولولئ! اوس راځئ چې د سلطان باهُو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو سبق آموز نصیحت هُم واورو:

د عِبرت او نصیحت 5 مَدَني ګلونه

      شیخ سلطان باهُو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د راہِ سُلُوک (یعني د حق، د نیکو په لاره) باندې تلونکي کس باندې پينځه خبرې لازمې دي: (1): د شپې دِ په يواځې ځائے کښې د اللہ پاک په یاد کښې مشغول اوسي (2): په زړه کښې دِ د اللہ پاک محبت پیدا کړي (3): هره شپه دِ د قَبْر شپه اوګنړي (4): چې کله ورځ را اوخيژي او خلق د خوبه بيدار شي نو داسې تَصَوُّر دِ اوکړي چې ګويا دا د قيامت ورځ ده او دا د قَبْر نه راوتلے دے او ولاړ دے (5): هره ورځ دِ ځان د پاره د قیامت ورځ اوګنړي او د خپلو اَعمالو دِ پخپله محاسبه کوي۔([1])


 

 



[1]...مناقبِ سلطانی، صفحہ:251۔