Book Name:Aur Ibrat-o-Naseehat

هغوئي د اعمالو ګواهي وركوي كوم چې هغوئي د دې د پاسه كړي دي، هغه [يعني زمكه] به وائي: دې کس  په فلانئ ورځ دا عمل كړے وو او هغه کس په فلانئ ورځ دا عمل كړے وو، هُم دا د دې خبرونه دي.[1]

     د مسلمانانو د څلورم خليفه اَمِیْرُ الْمُؤْمِنِیْن، حضرت عَلِـىُّ المُرتَضٰى رَضِیَ الله عَنْهُ دا عادت مبارك وو چې هغوئي به كله د بَيْتُ الْمَال نه خزانه تقسيم کړه نو هلته به ئې لمُونځ ادا كولو او  د بَيْتُ الْمَال ديوالونو او د هغې زمکې ته به مخاطَب كيدلو او فرمائيل به ئې: اے د بَيْتُ الْمَال ديوالونو! تاسو ګواه شئ! ما په حق سره په تاسو كښې خزانه اچولې وه او په حق سره مې خرچ كړه.[2]

    اے عاشِقانِ رسول! دا زمكه خو به په ورځ د قيامت ګواهي وركوي، لِهٰذا په دې باندې ډير په احتياط سره اوسيدل پكار دي، مونږ له پكار دي چې مونږه زمكه په خپلو نيكو ګواه جوړه كړو، په زمكه لمُونځ اوكړو، د الله د ذِكر کولو په ذريعه دا زمكه، دا ونې، كانړي بُوټي او د زمکې شګې خپل ګواه جوړ كړو. 

لاره به ئې د ذِكرُ الله ګواه جوړوله

    د يو بُزُرك حضرت اَبُو الْمَلِیْح رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عادتِ مبارَكه وو چې چرته به تللو نو په لاره به ئې ذِكرُ الله كولو، چې كله به ترينه ذِكر كول هير شو نو بيرته به را ګرځيدلو او بيا به په هُم هغه لاره راروان شو او ذِكرُ الله به ئې كولو، او فرمائيل به ئې: زه غواړم چې


 

 



[1]...ترمذی، صفحہ:577، حدیث:2429۔

[2]...تفسیر کبیر، پارہ:30، سورۂ زلزال،  زیرِ آیت:4، جلد:11، صفحہ:255۔