Book Name:Aur Ibrat-o-Naseehat

تياري اوکړئ په کومه ورځ به چې تاسو ټول د الله رَبّ ُالْعٰلَمِيْنَ  په بارګاه کښې پيش کيږئ، په هغه ورځ به په تاسو کښې د چا يو پټ حالت هُم پټ نه شي پاتې کيدے. ([1])

د معمولي شان بے پرواهئ انجام

          حضرت حارِث محاسبي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يو کس به د غَلې (يعنې غنمو، جُوارو وغيره) پيمانه کولو [يعنې تَلَلو] کار کولو، بيا هغه دا کار پريښودو او د الله پاک په عبادت کښې مشغول شو، چې کله هغه وفات شو نو د هغه د کور د کسانو نه هغه چا په خوب کښې اوليدو نو تپوس ئې ترينه اوکړو: مَا فَعَلَ اللهُ بِكَ؟ يعنې الله پاک تا سره څه مُعامَله اُوفرمائيله: هغه اُووئيل: زما هغه پيمانه (يعنې تَله وغيره) د کومې په ذريعه به چې ما غَله ناپ کوله، (زما د بے احتياطئ په وجه) په هغې کښې څه خاوره شان نښتې وه، ما بےپرواهي اوکړه او هغه مې صفا نکړه، چنانچه! ما به چې کله هُم غَله ناپ کوله نو د هغه خاورې په مِقدار به غَله کمه وزن کيدله، پس د هُم هغه قصور په سبب په عِتاب کښې ګرفتار يم.

          اے عاشقانِ رَسُول! غور اوکړئ! په ظاهره يوه معمولي شان بےپرواهي جَنَّت ته د داخليدلو نه رُکاوټ جوړه شوه، لِـهٰذا! زمونږ د ژوند يو يو ساعت قيمتي دے، مونږ چې څه وايُو، څه چې اَورُو، څه چې کوو، دا ټول زمونږه په اعمالنامه کښې محفوظه کيږي، صبا په ورځ د قيامت به دا هر څه زمونږ په وړاندې کيښودلے شي. آه! که مونږ نه د ګناهونو حساب واخستے شو نو زمونږ به څه کيږي؟ هائے! هائے! نن که زمونږه ژبه خوزيږي نو بے سوچه روانه وي چليږي، زمونږ د ژبو نه دروغ، غيبتونه، چُغلئ، د خلقو زړه ازرول او معلومه نه ده کوم کوم ګناهونه کيږي، مونږ د خپل نظر په حفاظت کښې هُم


 

 



[1]...مصنف ابن ابی شیبہ، کتاب الزہد، جلد:8، صفحہ:149، حدیث:18۔