Book Name:Aur Ibrat-o-Naseehat
را اوباسي * قاتل چې دا اووينې نو وائي به: د دې (مال) په وجه خو ما قتل كړے وو * خپلولي ماتولو والا به وائي: د دې په وجه خو ما خپلولي پريښودي وه * غل به وائي: د د ې مال په وجه خو ما غلا كړي وه او زما لاس كټ شوے وو. بيا به ټول هغه مال پريږ دي او هيڅ څوك به ترينه څه نه اخلي.[1]
د سُوْرَۀ زِلْزَال د دريم آيت وضاحت
الله پاك په دې دريم آيت كښې نور ارشاد فرمائي:
وَ قَالَ الْاِنْسَانُ مَا لَهَاۚ(۳)
[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : او انسان به وائي: په دې [زمکه] څه اوشو؟
يعنې د قيامت د هغه ډيرې سختې ويروونكې زلزلے په وخت کښې چې كوم خلق موجود وي، هغوئي به په ډيره حيرانتيا سره اووائي: په دې زمكه څه اُوشو؟ دا ولے دومره په زوره زوره خوزيږي....؟ [2]
اِمام فخر الدِّين رازي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د عُلمائے كرامو يو قول دا دے چې كوم كافِران د قيامت اِنكار كوي، چې كله قيامت قائم شي، مړي بيرته راژوندي كړے شي، نو كافِر به په حيرانتيا سره وائي: مَا لَہَا؟ په دې زمكه څه اُوشو؟[3] يعنې مونږ خو هډو منل نه چې قيامت به راځي، دا څنګه راغے؟ په سُورۀ يٰسـين شريف كښې الله پاك فرمائي: