Book Name:Aur Ibrat-o-Naseehat
پکار دي * بيهوده او د بے حيائې د خبرو نه هر وخت پرهيز کوئ، د کنزلو نه اجتِناب [يعني ډډه] کوئ او ياد ساتئ چې هر مسلمان ته بِلا اِجازتِ شرعي کنزلې کول قطعي حرام دي. او د بے حيائي خبرې کوونكو باندې جَنَّت حرام دے. حضور تاجدارِمدينه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلی دي:’’په هغه کس جَنَّت حرام دے څوك چې د فُحش ګوئ (يعني د بے حيائے د خبرې) نه کار اخلي.‘‘ د فُحش خبرې معنٰی ده: اَلتَّعْبِیْرُ عَنِ الْاُمُوْرِ الْمُسْتَقْبِحَۃِ بِالْعِبَارَات الصَّرِیْحَۃِ یعنې د شرمناکو اُمورو (مَثَلًا د ګنده او بدو معاملاتو) په ښکاره الفاظو کښې تذکرہ کول. ([1])
مختلف سُنَّتونه او آداب زده كولو د پاره د مَكْتَبَةُ الْمَدِينه بهارِ شريعت جلد 3 نه حِصَّه 16 او د شيخِ طريقَت، اَمِیرِ اهلسنّت، حضرتِ علّامه مَولانا محمد الیاس عطّار قادِری دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ د 100 صفحو كتاب 550 سُنَّتيں اور آداب واخلئ او اولولئ ئې. د سُنَّتو د تربِيَّت يوه بهترينه ذريعه د دعوتِ اسلامي مَدَني قَافِلو كښې عاشقانِ رسول سره د سُنَّتو ډك سفر هُم دے.
زده كړئ ښكلي سُنَّتونه قافِلو كښې لاړ شئ
اوګټئ ډير رحمتونه قافِلو كښې لاړ شئ
حل به مو شي مشكِلونه قافلو كښې لاړ شئ
شي به لرې آفتونه قافلو كښې لاړ شئ
اے زمونږه خوږه الله پاکه! مونږ ته اخلاص سره د عمل كولو توفيق رانصيب كړې.“ اٰمِین بِجَاہِ خاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد