Book Name:Sultan ul Hind Khawaja Ghareeb Nawaz
راځې چې تجربه اوکړو ، که تاسو اور اُو نه سيزلئ نو مونږ به کلمه اُووائيو او مسلمانان به شو. په دې خبره د خواجه صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه شانِ وِلايَت په جوش کښې راغلو او اوئې فرمائيل : الله! الله! اور خو د مُعِينُ الدِّين څپلئ هُم نه شي سيزلے. مخامخ اور موجود وو ، خواجه صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خپله څپلئ مبارکه اُووِيستله او اور کښې ئې واچوله او اُوئې فرمائيل : اے اُوره! د مُعِينُ الدِّين څپلئ مه سيزه. اور چې د خواجه صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمان واوريدلو نو فوراً يخ شو.
د خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دا کرامت ئې چې اوليدلو نو د اور د عبادت کوونکو زړونه روښانه شُو ، په زړونو کښې ئې د ايمان رنړا پيدا شوه او فوراً ئې کلمه اووئيله او مسلمانان شُو ، خواجه صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هغوئي ته د خپل صُحبت او خدمت شرف ورکړلو ، سُبْحٰنَ الله! د خواجه صاحب فيضان اوګورئ! الله پاک هغوئي ووه واړه د وِلايت اوچتې درجے ته اورسَوَل.([1])
رهبرِکامِلاں غریب نواز غریب نواز هادئِ ګمراهاں غریب نواز غریب نواز
مُصلِحِ عاصِیاں غریب نواز غریب نواز حامئِ بے کساں غریب نواز غریب نواز
د خواجه غریب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مختصر تعارُف
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! خواجه غریب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د شپږمې صدئ هِجرئ اوچته مرتبه لرونکے شخصیت دے ، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په 537 هجرئ کښې د سَجِستان په علاقه “ سنجر “ کښې پيدا شو ، په هُم دې نِسبَت هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته “ سنجري “ وئيلے کيږي.([2]) د خواجه صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نوم مُبارک : حَسَن دے او مُعِينُ الدِّين ، غریب نواز ، سلطانُ الهِند ، وارِثُ النَّبِی ، عطائے رسول وغیرہ ئې مشهور القاب دي. اَلْحَمْدُ لِلّٰه! زمونږه