Book Name:Sultan ul Hind Khawaja Ghareeb Nawaz
اے عاشقانِ اولياء! تاسو اوليدل! خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه څنګه غريب نواز وو؟ الله پاك دِ مونږ ته هم د غريبانو د مدد كولو توفيق را عطا كړي. زمونږ خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي : اَلْخَلْقُ کُلُّہُمْ عَیَالُ اللّٰہِ ټول مخلوق د الله پاك عيال دي (چې په حقيقت كښې هغه د ټولو پالونكے دے) فَاَحَبُّہُم اِلَی اللّٰہِ اَنْفَعُہُم لِعَیَالِہٖ نو د الله پاك زيات خوښ هغه دے څوک چې د الله پاك عيال ته زياته ګټه [يعني فائده] رسوي. ([1])
په يو حديثِ پاك كښې دي : څوك چې د يو غمګين كس مدد اوكړي ، الله پاك د هغه د پاره 73 بخښنې ليكي ، په هغې كښې په يوه بخښنه د هغه ټول كارونه سم شي او باقي 72 بخښنې په ورځ د قيامت د هغه درجے دي. ([2])
حضرت سيدنا اَنَس بِن مالِك رَضِیَ اللهُ عَنْه فرمائي : خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حضرت عائشه صِدِّيقه رَضِیَ الله عَنْها ته مُخاطَب شو او اوئې فرمائيل : یا عائشۃ اَحِبِّی الْمَسَاکِیْنَ وَ قَرِّبِیہِمْ اے عائشه! مِسكينانو سره مينه كوه! او هغوئي ځان ته نِزدې ساته! فَاِنَّ اللّٰہَ یُقَرِّبُکِ یَوْمَ الْقِیَامۃِ الله پاك به په ورځ د قيامت تا ته خپل قُرب در نصيب كړې. ([3])
حضرت نُوح عَلَيْهِ السَّلام غريبانان د ځان نه لرې نه کړل
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د غريبانو زړه ساتلو د پاره د هغوئي سره ناسته د انبيائے كرام عَلَيْهِمُ السَّلام سُنَّت دي. يو ځل كافرانو حضرت نُوح عَلَيْهِ السَّلام ته اووئيل : ستاسو په محفل كښې غريبان او مسكينان خلق كښيني ، هغوئي د خپل محفل نه لرې كړئ چې مونږه ستاسو خوا ته راشو او ستاسو خبره اومنو. په دې باندې چې حضرت نوح عَلَيْهِ السَّلام كوم