Book Name:Sultan ul Hind Khawaja Ghareeb Nawaz
جواب وركړو : الله پاك هغه جواب په قرآنِ كريم كښې داسې ذِكر كړے دے :
وَ مَاۤ اَنَا بِطَارِدِ الْمُؤْمِنِیْنَۚ(۱۱۴) (پارہ19 ، سورۃالشعراء : 114)
[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : او زه مسلمانان لرې كوونكے نه يم.
په تفسير صِراطُ الجنان كښې د دې آيتِ مبارَكه نه لاندې دي چې : د دې آيت نه معلومه شوه چې د غريبانو ، فقيرانو سره ناسته د انبيائے كرام عَلَيْهِمُ السَّلام سُنَّت دي. هر مسلمان له پكار دي چې هغه د غريبانو مسلمانانو سره ناسته پاسته ساتي ، د هغوئي زړه خوشحاله كوي او د هغوئي د مشكلاتو لرې كولو عملي كوشش كوي. ([1])
د غريب پالنه سُنَّتِ مُصطفٰى دي
زمونږ خوږ آقا مكِّـى مَدَنـى مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د غريبانو ډير خيال ساتلو. قاضي عياض مالكي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په “ شِفاء شريف “ كښې ليكي : حُضُور پُرنُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د مسكينانو پوښتنه كوله ، د فقيرانو خوا ته به تشريف فرما كيدلو او كه يو غُلام به ورته هم دعوت وركړو نو هغه به ئې قبلولو.([2])
علامه عَبدُ الحق مُحَدِّث دِهلوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي : حُضُورِ اَقْدَسْ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به چې كله يو مُحتاجه اوليدلو نو د خپل خوراك څښاك پورې به ئې هغه ته وركړل حالانكه هغوئي ( صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) ته به پخپله د هغې ضرورت وو ، د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عطاګانې به د مختلف قِسمه وے : چا ته به ئې تُحفه وركوله ، د چا له طرفه به ئې قرض ادا كړو ، چا ته به ئې صدقه ورکړه ، كله به ئې كپړه واخستله ، د هغې قيمت به ئې ادا کړو او د چا نه به ئې چې اخستي وه هُم هغه ته به ئې بيرته هديه [تُحفه کښې ور] كړه ، كله به ئې [د چا نه] قرض