Book Name:Sultan ul Hind Khawaja Ghareeb Nawaz
واخستلو او (بيا به ئې له خپل طرفه) په زيات مقدار كښې بيرته وركړلو ، چې كله به ئې تحفه قبوله كړه نو د هغې نه به ئې په څو چنده زيات اِنعام ورکړلو. ([1]) الله پاك دِ مونږ ته هم غريبانانو سره د مدد كولو ، د هغوئي د مشكلاتو حل كولو او د هغوئي په غم كښې د شريك كيدلو توفيق راكړې.
د مُصَلّـے نه لاندې غيبي خزانه
د خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خاص مُريد خواجه بختيار كاكي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي : زه د يوے مودے پورې د خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت کښې حاضر اوسيدم ، په دې دوران كښې ما يو فقير هُم د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د در نه تش لاس تَلے نه دے ليدلے.
د خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په آستانه كښې به هره ورځ لنګر تياريدلو ، د ښار ټول غريبان او مسكينان به راتلل او طعام به ئې خوړلو. د لنګر خانے خادم به د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت كښې حاضر شو او د لنګر خانے د خرچ مطالبه به ئې اوكړه ، هغوئي به د مُصَلّے يو ګوَټ پورته كړو ، اَو فرمائيل به ئې : د نن خرچ د پاره چې څومره ضرورت دے واخله ، خادم به هره ورځ د ضرورت مطابق رقم اخستلو او د لنګر خانے انتظام به روان وو. ([2]) د دې نه علاوه خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د ښار د درويشانو د پاره وظيفه هم مقرره كړي وه چې هغه د معمول مطابق ټولو درويشانو ته اُورَسَوَلے شوه.([3])
خواجه صاحِب د زميندار مدد اوكړو
يو ځل يو زميندار د خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت كښې حاضر شو او عرض