Book Name:Sultan ul Hind Khawaja Ghareeb Nawaz

هم تور او سخت تيز دے ، په هغې كښې ماران او لړمانان ډير زيات دي ، هغه د ګُوګَړو په كانړو هره ورځ تودولے كىږي ، كه د هغه ګوګړو يو څاڅكے دُنيا ته را اولويږي نو ټولې اوبه به اوچې شي او ټول غرونه به ويلي شي او د هغې د تودوالي نه به زمكه اوشليږي. اے موسٰى! داسې عذاب مونږ د دوو كسانو د پاره جوړ کړے دے : يو هغه چې لمُونځ نه ادا كوي او بل هغه چې زما د نوم د دروغو قَسَم خوري. ([1])

     اَلْاَمان وَالْحَفِيظ! اے عاشقانِ رسول! د عبرت مقام دے ، آه! مونږه كمزوری بندګان به هغه سخت عذاب څنګه برداشت كړے شو ، خو افسوس! په لمُونځونو كښې زمونږ سُستي ورځ په ورځ زياتيږي ، ياد ساتئ! لـمونځ لازمي لازمي لازمي فرض عبادت دے ، خواجه بختيار كاكي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي : ما ته د پنج شنبے (يعنې د زيارت) په ورځ د خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت كښې د حاضرئ سعادت رانصيب شو ، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په ژړا ژړا اووئىل : اے درويش! لمُونځ د دِين رُكن دے او رُكن ستن وي ، چې ستن قائمه وي نو عمارت به هم قائم وي ، چې ستن لرې شي نو چت فوراً رالويږي ، ځكه چې د اسلام او دين د پاره لمُونځ د ستنې قائم مقام دے ، چې كله د لمَانځه په فرائضو ، سُنتونو ، ركوع او سجدو كښې خلل راشي نو د اسلام حقيقت او دِين به خراب شي. ([2]) 

د لـمانځه اوقات موبائل ايپلي كيشن

     خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! تاسو اوليدل! په لمَانځه كښې كوتاهي كول ، د لمَانځه وختونو کښې غفلت كول څنګه سخته ګناه ده ، په يو روايت كښې دي چې : د


 

 



[1]...دلیلُ الْعَارِفین ، صفحہ : 12-14۔

[2]...دلیل الْعَارِفین ، صفحہ : 11۔