Sultan ul Hind Khawaja Ghareeb Nawaz

Book Name:Sultan ul Hind Khawaja Ghareeb Nawaz

نورو ته به ئې هُم علمِ دِين زده كولو ، د هغوئي په خانقاه شريف كښې به اكثر د خلقو اجتماع وه ، هغوئي به عموماً د قرآن و حديث ، فِقه ، تَصَوُّف و طريقت او اخلاقياتو په موضوع درس وركولو ، خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به مُريدانو ته د لمَانځه ډير تاكيد كولو ، د خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خليفه او خاص مُريد خواجه بختيار كاكي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي : ما ته د چارشنبے (يعنې شروع) په ورځ د پير و مُرشد په بارګاه كښې د حاضرئ شرف حاصل شو ، د سمرقند شپږ درويشان هُم د خواجه صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت كښې حاضر وو ، مولانا بُخاري هم حاضر وو ، بيا شيخ اُحُدُ الدِّىن كِرماني هم راغلو كښيناستلو ، خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوفرمائىل : هغه څنګه مسلمان دے چې لمُونځ په وخت نه ادا كوي او دومره ناوخته كوي چې وخت تير شي ، څوک چې د الله پاك په بندګئ كښې كوتاهي كوي د هغه په مسلمانئ باندې شل زره ځله افسوس دے ، بيا ئې اوفرمائيل : زه په يو داسې ښار تيريدم چې هلته دا طريقه وه چې خلق به د وخت نه مخكښې د لمَانځه د پاره تياريدل ، ما ترينه تپوس اوكړو چې تاسو ټول د وخت نه مخكښې تياريږئ ، د دې څه حكمت دے؟ هغوئي اووئيل : د دې سبب دا دے چې كه [د لمَانځه] وخت شي نو چې فوراً لمُونځ ادا كړو ، او که د مخكښې نه تيار نه شُو نو كيدے شي چې وخت رانه تير شي نو بيا به دا مخ نبـي كريم  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته څنګه ښائُيو؟

    بيا خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه حديثِ پاك بيان كړو : خوږ آقا  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي : لَا اِیْمَانَ لِمَنْ لَا صَلوٰۃَ لَہٗ  د چا چې لمُونځ نه وي ، د هغه اِيمان نشته. بيا ئې اوفرمائيل : د بَغداد په جامع مسجد كښې مولانا عِمَادُ الدِّين نومې يو مُبَلِّغ اوسيدلو ، ډىر نيك سړے وو ، دا حكايت ما د هغوئي نه اوريدلے دے چې يو ځل الله پاك د حضرت موسٰى عَلَيْهِ السَّلام سره د دوزخ په باره كښې خبرې اوكړې ، الله پاک اُوفرمائيل : اے موسٰى! ما په دوزخ كښې يوه كنده “ هَاوِيَه “ پيدا كړي ده ، چې هغه ووم دوزخ دے ، ډىره خوفناكه او توره ده ، د هغې اور