Book Name:Sultan ul Hind Khawaja Ghareeb Nawaz
اَللهُ اَکْبَر! داسې هستي چې د وخت بادشاه ئې خادم جوړ شى ، د هغه هستئ د يو غمژن زميندار د غم لرې كولو د پاره خپل مصروفيات پريښودل او د اجمير نه دهلي پورې سفر كول او ډير تكليف اوچتول واقعي د حيرانتيا خبره ده. آه! مونږ د دُنياوي مال ګټلو نه نه وزګاريږو ، افسوس! مونږه داسې مصروفه شوي يُو چې د يو ناشنا انسان مدد كول خو لا لرې خبره ده ، د خپلو ګاونډيانو تپوس هم نه كوو بلكه اوس خو موبائل ، سوشل ميډيا ، انټرنيټ ، فيس بُك او وَټس ايپ وغيره داسې مصروفه كړي يُو چې د مور و پلار د خيريت د تپوس كولو او په كور كښې د يو ځائے اوسيدونكو د خير خبر اخستلو وخت هُم نه لرُو. اے د خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عقيدتمندو! ياد ساتئ! يو ښه او ذمه وار مسلمان هغه دے څوک چې خپل خيال ساتلو سره سره د خپل كور والؤ ، د ګاونډيانو ، دوستانو او ناشنا مسلمانانو هم خيال ساتي ، د هغوئي په مشكلاتو كښې پكار راځي او هغوئي ته فائده اُورَسَوي. د الله پاك د خوږ حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارك دے : خَیْرُ النَّاس مَنْ یَنْفَعُ النَّاس په خلقو كښې بهتر هغه دے څوک چې خلقو ته نفع [يعني فائده] زياته رَسَوي. ([1])
په يو بل حديث شريف کښې د حضرت اَنَس بِن مالِك رَضِیَ اللهُ عَنْه نه روايت دے چې خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي : چا چې زما د اُمَّتي د خوشحاله كولو د پاره د هغه حاجت پورا كړو ، هغه زه خوشحاله كړم ، چا چې زه خوشحاله كړم ، هغه الله پاك خوشحاله كړو ، او چا چې الله پاك خوشحاله كړو ، الله پاك به هغه جَنَّت ته داخِل كړي. ([2])
د خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو څو مَلفُوظات
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير لوئ عالِمِ دين وو او