Book Name:Sultan ul Hind Khawaja Ghareeb Nawaz
دوه فرامِينِ مُصطَفىٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم : (1) د قبليدلو يقين ساته او دُعا کوه! ے شکه الله پاک په غافِل زړه غوښتونکي دُعا نه پوره کوي ([1]) [يعني نه قبلوي] (2) الله پاک په دُعا کښې زاري او عاجزي کوونکے خوښوي. ([2])
اے عاشقانِ رَسُول! په دُعا کښې زاري او عاجزي کول سُنَّت دي. امام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي : زمونږه خوږ نبي ، مكِّـى مَدَنـى مُحَمَّدِ عَـرَبِـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به هميشه د الله پاک نه دُعا کوله او په دُعا کښې به ئې کثرت سره زاري او عاجزي کوله.
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! * په دُعا کښې زاري او عاجزي کولو سره مُراد زر حاصليږي ، د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه والِدِ محترم مولانا نقي علي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دُعا په آدابو کښې فرمائي : د اوښکو بهيولو کوشش دِ اوکړي ، اګر که يو څاڅکے وي ځکه چې دا د قبليدلو دليل دے ، که ژړا ورنشي نو د ژړا په شان شکل دِ جوړ کړي ځکه د نيکانو شکل [جوړول] هُم نيک دي. ([3]) * په دُعا کښې زاري او عاجزي کولو سره زړه ته سکون حاصليږي او [د زړه] زنګ لرې کيږي * په دُعا کښې زاري او عاجزي کولو سره د بنده الله پاک سره تَعَلُّق مضبوطيږي. ([4]) الله پاک دِ مونږ ته کثرت سره د دُعا کولو او دُعا کښې د ډيرې ډيرې زارئ او عاجزئ کولو توفيق راکړي. اٰمِين بِجَاهِ النَّبِىِّ الْاَمِين صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
د دعوتِ اسلامی هفته واره د سُنَّتو ډكه اجتماع کښې