Book Name:Sultan ul Hind Khawaja Ghareeb Nawaz

هرې ورځې روژه د يوے مياشې کَفَّارہ ده.([1]) 

خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! په رَجَبُ الْمُرَجَّب کښې د خواجه غريبِ نواز مُعِينُ الدِّين حَسَن سَنجَري چشتي اَجمَيرِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عُرس مبارک هُم وي ، په هُم دې نِسبت به اِنْ شَــآءالـلّٰـه نن د خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د ذِکرِ خير اوريدلو سعادت حاصلوو ، الله پاک دِ مونږ ټولو ته د خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خصوصي فيضان رانصيب کړي. اٰمِين

آتِش پرست مسلمانان شول

      منقُول دي چې : خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د الله پاک په لاره کښې د مختلفو ښارونو سفر کولو کولو بغداد ته اورسيدلو ، هلته هغوئي د ډيرو مياشتو وپرې اوسيدل اختيار کړل ، په بَغداد کښې ووه [7] آتش پرست (يعني د اور عبادت کوونکي) اوسيدل ، هغوئي به د خپلې عقيدے مطابق د اور عبادت کولو کښې د ډير محنت او مَشَقَّت نه کار اخستلو ، يوه ورځ هغوئي ووه واړه د خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت کښې حاضر شُو ، هغوئي چې راروان وو نو خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پرې جلالي نظر واچولو ، هغوئي د خواجه صاحب د جلالي نظر تاب رانوړے شو رنګونه ئې زيَړ شو او بدنونه ئې په رپيدو شو ، خواجه صاحِب د جلال نه ډک انداز کښې اُوفرمائيل : اے بے دِينو! تاسو الله پاک پريښودے دے او د اور عبادت کوئ...؟ هغوئي اُووئيل : حُضُور! مونږه د اور عبادت ځکه کوو چې دا مونږه بيا د قيامت په ورځ نه سيزي ، خواجه صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اُوفرمائيل : اور به صرف هغه خلق نه سيزي څوک چې د اور پيدا کوونکي خالق و مالِک وَحدَہٗ لا شرِيک عبادت کوي ، دا ئې چې واوريدل نو هغوئي اُووئيل : تاسو د يو الله پاک عبادت کوئ ،


 

 



[1]...جَامِعْ صَغِیر ، صفحہ : 311 ، حدیث : 5051۔