Book Name:Sultan ul Hind Khawaja Ghareeb Nawaz

اوليدلو نو هغه خپل حکومت ته خط اوليکو او په هغې کښې ئې دا تاريخي جُمله اوليکله چې : “ ما په هِند کښې يو قَبْر په بادشاهي کولو اوليدو. “ ([1])  

د خواجه صاحب په دربار کښې د بادشاهانو حاضري

      خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې کله هِند ته تشريف راوړلو نو هغه وخت دلته بادشاه پرتَهوي راج چوهان حکومت کولو ، هغه د خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير مخالَفَت اوکړو او د دِين د تبليغ په لاره کښې ئې قِسماقِسم رکاوټونه اچول شروع کړل ، هغه بدبخته مَعَاذَ الله د خواجه صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د قتل کولو کوشش هُم اوکړو خو ناکامه شو ، اَلْحَمْدُ لِلّٰه! د خواجه صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عزم پوخ وو او د تبليغِ دِين د پاره ئې جذبه اوچته وه او د پرتهوي راج د بيشميره رکاوټونو باوجود ئې د تبليغِ دِين سلسله جاري ساتلي وه ، هغوئي د کراماتو ښودلو او د حُسنِ اخلاق په ذريعه مسلسل د نيکئ دعوت ورکولو او د دِين کار ئې کولو او ډير کافِران ئې مسلمانان کړل.

       د خواجه صاحب يو مُريد د راجه سره ملازم وو ، راجه چې کله د خپل ملازم د اسلام قبلولو نه خبر شو نو په هغه ئې ظُلم کول شروع کړو ، خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته چې د هغه د غُرُور او تَکَبُّر خبر اوشو نو اُوئې فرمائيل : مونږه هغه ګرفتار کړو او اسلامي لښکر ته مو حواله کړو. د دې واقعے نه يو څو ورځې پس سلطان مُعِزُّالدِّیْن محمد غوري په ښار باندې حمله اوکړه ، راجه د خپل فوج سره مقابلے د پاره ور اُووتو خو د اسلامي لښکر د جُرأت او بهادرئ مقابله ئې اونکړے شوه ، آخر دا چې وَسله ئې کيښوده او عبرتناک شکست ئې اوخوړ ، مسلمانانو سپاهيانو هغه ژوندے ګرفتار کړو او د سُلطان محمد غوري په وړاندې ئې پيش کړو.([2])


 

 



[1]...ہند کے راجہ ، صفحہ : 29۔

[2]...اقتباس الانوار ، صفحہ : 368بتغیر قلیل۔