Book Name:Sultan ul Hind Khawaja Ghareeb Nawaz
راجه له شکست ورکولو نه پس سلطان محمد غوري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت کښې حاضر شو او د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مُريد جوړ شو.([1])
په سيَرُ الاقطاب کښې دي چې : يوه ورځ خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د شيخ اَوحَد کِرماني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه او شيخ شَهابُ الدِّين سُهروردي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سره ناست وو چې يو هلک تِير او کَمان اخستي وو او په هغه ځائے تيريدلو ، حُضُور خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې هغه څنګه اوليدو نو اوئې فرمائيل : دا ماشوم به ضرور د دهلي بادشاه جوړيږي ، آخر هُم هغسې اوشو او هغه هلک په لږه موده کښې د دِهلي بادشاه جوړ شو او د سلطان شَمْسُ الدِّیْن اَلْتَمِشْ په نوم مشهور شو.
سلطان شَمْسُ الدِّیْن اَلْتَمِشْ به خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سره ډير عقيدت لرلو ، هغوئي د خواجه صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت کښې حاضري هُم ورکړه او باقاعده ئې ترينه د معرِفَت تعليم هُم حاصل کړو. ([2])
د خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د وِصال نه وروستو واقعه ده چې سلطان محمود خِلجِي ته يو خط ملاؤ شو ، په هغې کښې ليکلي وو : په اجمير کښې د خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مزار شريف دے ، هِند کښې اسلام د هُم دې ځائے نه خور شوے وو خو نن دلته د کُفر حکومت دے او دلته د اسلامي شَعائرو بے حُرمتي کيږي. سلطان محمود خِلجِي چې خط اولوستو نو ډير خفه شو او د خواجه صاحب په دربار کښې ئې د مدد درخواست اوکړو ، بيا ئې فوج اجمير ته بوتلو او کافِر ئې نيست و نابُود کړل ، بيا د خواجه صاحب دربار ته