Sultan ul Hind Khawaja Ghareeb Nawaz

Book Name:Sultan ul Hind Khawaja Ghareeb Nawaz

کړي ده ، يوه ورځ خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د حُضُور نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په دربارِ عالي کښې حاضر وو ، د تاجدار عرب و عَجَم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم له طرفه ورته بِشارت [يعني زيرے] ورکړے شو : مُعِينُ الدِّين! ته زمونږ د دِين مُعِين (يعني مددګار) ئې ، مونږ تا ته د هِند وِلايت عطا کړو ، اَجمَير ته لاړ شه! ستا هلته ورتللو سره به بے دِيني لرې شي او د اسلام رنړا به خوره شي.([1])

تیرے پائے کا کوئی ہم نے نہ پایا خواجہ              تُو زمیں والوں پہ اللہ کا سایہ خواجہ

ہند میں آپ ہیں سوغاتِ رسولِ عربی                              ہر طرف اَبْرِ کرم آپ کا چھایا خواجہ

خواجۀ خواجګاں     غریب نواز غریب نواز         قبلۀ عارِفاں       غریب نواز غریب نواز

مُرشِدِ ناقِصاں        غریب نواز غریب نواز         رهبرِ کامِلاں      غریب نواز غریب نواز

      د خواجه غریب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عاشقانو! اَلْحَمْدُ لِلّٰه! هِند د خواجه صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دَارُ السَّلْطَنَتْ دے ، په هر دَور کښې د مالدار او غریب ، نیک او بَد ، عالِمِ او جاهِل ، حاکِم و محکوم ، بادشاہ او غُلام د ټول د پاره د خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه آستانه د زړه د سکون او د رُوح د کشش ځائے ګرځيدلے دے ، د مسلمانانو بادشاهانو نه واخله ، د برطانوي حکمرانانو پورې ټولو د خواجه صاحب د عَظَمت په وړاندې سر ټِيټ کړے دے.  د 1902ء خبره ده ، په برِّصغِير پاک و هِند باندې د انګريزانو حکومت وو ، د برِټِش حکومت له طرفه لارډ کرزَن د هِند وائسرائے وو ، هغه يوه ورځ اجمير شريف ته حاضر شو او د خواجه صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په دربار ئې عجيبه منظر اوليدلو چې مالدار او غريب ، مالِک او نوکر ټول د خواجه صاحب په دربار کښې ټِيټ سرونه ولاړ دي ، دا منظر ئې چې


 

 



[1]...ہند کا راجہ ، صفحہ : 75۔