Book Name:Sultan ul Hind Khawaja Ghareeb Nawaz
د 545 هجري نه واخله د 622 هجري پورې د 77 کالو اکثره حِصَّه ئې په سفر کښې تيره کړه ، او د مدینہ مُنَوَّرہ ، مَکَّہ مُعَظَّمَہ ، خُراسان ، سَمَر قَند ، بُخَارا ، عِرَاق ، هاروَن ، بَغداد ، کِرمان ، هَمَدان ، تَبرَیز ، اَستَر آباد ، خَرقان ، هِرات ، غَزني ، رَےْ ، بَدَخشاں ، دِمَشق ، جِیلان ، اصفَهان ، مُلتَان ، لاهور ، دِهلی او اجمیر وغیرہ مختلفو ښارونو سفر ئې اوکړو او هلته د موجودو بُزُرګانِ دِين او اوليائے کامِلِين په خدمت کښې ئې حاضري ورکړه ، ډيرو ځايونو کښې ئې د عِلم و معرِ فَت فيضان تقسيم کړو ، د بعضو نه عِلمِ ظاهِر او د بعضو نه عِلمِ باطِن حاصلولو کښې مصروفه اوسيدلو ، تقريباً پينځه مياشتې د پيرانِ پير غوثُ الاعظم دستګير شيخ عبد القادِر جِيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت کښې هُم اوسيدلے وو([1]) خواجه صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دِين ډير لوئي خدمت ګُزار وو ، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه تقريباً 90 لاکه کافران مسلمانان کړي وو ، 96 کاله په دُنيا کښې تشريف فرما اوسيدلو ، 6 رجب ، 633 هجري ، د ګُل په ورځ ، د سحر د لـمانځه په وخت کښې ئې مُريدان په انتظار کښې وو چې پير و مُرشِد به تشريف راوړي او د سحر جَمعه به راکوي ، خو حُضُور خواجه صاحِب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه راتللو او نه راغلو ، چې ډير ساعت تير شو نو د حُجرے دروازه ئې کولاو کړه نو اُوئې کتل چې د خواجۀ خواجګان ، سلطانُ لهِند ، خواجه غريبِ نواز مُعِينُ الدِّين چشتي ، سنجري ، اَجمَيري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وِصال شوے وو ، ليدونکو دا ايمان تازه کوونکے منظر په خپلو سترګو اوليدلو چې د خواجه صاحب په نُوراني تندي مبارک باندې ليکلي شوي وو : حَبِیْبُ اللّٰہِ مَاتَ فِی حُبِّ الله يعني د الله پاک محبُوب [يعني ګران] بنده د الله پاک په مَحبَّت کښې وفات شو.([2]) د حضرت خواجه غريبِ نواز صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مزار مبارک د هِند مشهور ښار اَجمَير صوبه راجِهستان شُمالِي هِند