Book Name:Sultan ul Hind Khawaja Ghareeb Nawaz

الله پاك په بارګاه كښې په ټولو بندګانو كښې زيات عظمت والا هغه مسلمان دے چې د لمَانځه د وختونو خيال ساتي. اعلٰى حضرت مولانا شاه امام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي : وخت پيژندل (يعنې د لمَانځه ، روژے وغيره د وختونو معلومات ساتل) خو په هر مسلمان باندې فرضِ عَين (يعنې په هر عاقل ، بالغ مسلمان باندې ضروري) دي.

    نن صبا د ترقئ دَور دے ، اوس د وخت معلومات زيات مشكل نه دي ، اَلْحَمْدُ لِلّٰه! د عاشقانِ رسول د ديني تحريك دعوتِ اسلامي زير اهتمام “ مجلسِ تَوقِيت “ د ډيرو كلونو نه د اعلٰى حضرت مولانا شاه امام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د تحقيق مطابق د ټولې دُنيا د مسلمانانو د پاره د لـمانځه د صحيح وختونو او د سَمتِ قِبله [يعني د قِبلے د طرف] مُتَعَلِّق د رهنمائي د پاره كوششونه كوي او مَاشَآءَ اللّٰہ  د دعوتِ اسلامي د مجلسِ توقيت او مجلس آئي ټـى په مشترکه كوشش د Prayer Times (د لـمانځه وختونه) په نوم موبائل ايپلي كيشن هم تيار كړے دے ، دا ايپلي كيشAndroid  او  IOS دواړه قِسمه ډيوائسونو باندې موجود دے. د دې ايپلي كيشن په ذريعه په ټوله دُنيا كښې د هر مقام د وختونه او د قِبلے طرف معلوميدے شي. د دې نه علاوه د پينځَـوو لمُونځونو وختونه د هرې ورځې او د ماهانه وخت جَدوَل ، اَذكار (روحاني علاج) ، مدني چينل ريډيو ، د لمَانځه په وخت كښې موبائل آټو سائلنټ كولو سهولت او اسلامي كيلنډر هُم پکښې موجود دے.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                          صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

دولسو دِيني كارونو كښې يو دِيني كار “ مدني قافِله “

     خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د دُنيا او آخرت نيكئ حاصلولو ، د لمُونځونو پابند جوړيدلو ، د خپل ځان او نورو خلقو د اصلاح كوشش كولو د پاره د عاشقانِ رَسُول ديني