Book Name:Sultan ul Hind Khawaja Ghareeb Nawaz

تَحرِيك دعوتِ اسلامي سره خپل تَعَلُّق مضبوط ساتئ او د ذيلي حلقے دولس ديني كارونه په ځان باندې لازِم كړئ. دولسو ديني كارونو كښې يو ديني كار “ مدني قافِله “ هم ده.   اَلْحَمْدُ لِلّٰه د مدني قافلو په بركت د ډيرو خلقو په ژوند كښې مدني انقلاب راغلے دے. *  قافلو كښې سفر كولو سره د نيكو خلقو صُحبت حاصليږي. *   د قافلے په بركت په جُمات كښې د نفلي اعتكاف كولو ثواب نصيب كيږى. * د قافلے په بركت بيلمانځه خلقو ته د لمَانځه اهميت معلوم شي. * د قافلے په بركت د ډيرو دِيني مسائلو زده كولو سعادت نصيب كيږي. * د قافلے په بركت په جماتونو كښې د ذِكر و اذكار او درس و بيان سلسله جاري وي. * د قافلے په بركت جماتونه آباديږي.

      راځئ چې! د ترغيب د پاره يو مدني سپرلے واورو ، چنانچه

د مدني قافلے په بركت شرابي مُؤَذِّن جوړ شو

      د هِند د يو اسلامي ورور د بيان خلاصه ده : د دعوتِ اسلامي ديني ماحول کښې شامليدلو نه مخكښې زه د ګناهونو په مرض كښې اخته ووم ، شراب څښل ، كنزلې كول ، مور وپلار او محلے والا تنګول زما عادت وو ، آخر دا چې زما د قِسمت ستورے اوځليدو او زما ملاقات د دعوتِ اسلامي يو ذِمه دار اسلامي ورور سره اوشو ، هغوئي زه پوهه كړم او ما ته ئې په مدني قافله كښې د سفر كولو ترغيب راكړو ، ما انكار اُونكړو او زه فوراً د درې ورځو د مدني قافِلے مسافر جوړ شوم ، د عاشقانِ رسول صُحبت رانصيب شو ، د  شيخِ طريقت ، اَمِيرِ اَهلِسُنَّت دامَتْ بَركاتُهُمُ العَالِيَه رسالے مې هم واوريدلې ، د هغې په بركت زه لمُونځ ګزاره جوړ شوم ، د شرابو څښلو او ټولو ګناهونو نه توبه ګار شوم ، بلکه اوس د سحر لمَانځه د پاره نور خلق هم رابيدارووم او نور خلق هُم د مدني قافلے د مسافر جوړولو کوشش کووم. اَلْحَمْدُ لِلّٰه! اوس زه په يو جُمات كښې