Book Name:Sultan ul Hind Khawaja Ghareeb Nawaz
د الله پاک خوږ حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائيلے دے : کوم بنده چې مَحبَّت او شوق سره درې ځله په ورځ کښې او درې ځله د شپې دُرُود شريف اُووائي ، په الله پاک باندې حق دے چې د هَغه ، د هٰغه ورځې او هٰغه شپې ګناهونه مُعاف کړي.([1])
وہ تَو نہایت سستا سودا ، بیچ رہے ہیں جنت کا
ہم مفلس کیا مول چکائیں ، اپنا ہاتھ ہی خالی ہے([2])
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
فرمَانِ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم : ا َفْضَلُ الْعَمَلِ اَلنِّيَّةُ الصَّادِقَةُ (يعنې) رښتينے نِيَّت د ټولو نه افضل عمل دے.([3])
اے عاشقانِ رَسُول! ياد ساتئ! په نيك او جائز كار كښې چې څومره ښه نِيَّتونه زيات وي هغه همره به ثواب هُم زيات كيږي. د ثواب حاصلولو د پاره د بيان اوريدو نه مخكښې ښه ښه نِيَّتونه كوو :
نِيَّت اوکړئ چې ، * نظر به ښكته ساتم او ښه په غور به بيان اورم. * چې څومره كيدے شو د ډډه وهلو په ځائے به د عِلمِ دِين د تعظيم [يعني ادب] په نِيَّت دوزانو [يعني