Book Name:Sultan ul Hind Khawaja Ghareeb Nawaz
د اَلتَّحِيَّات په شكل كښې ] كښينم * كه قلم كاغذ درسره وي نو د اهمو نكاتو نوټ كولو هم نيت اوكړئ.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! اَلْحَمْدُ لِلّٰه! د رَجَبُ الْمُرَجَّب مياشت روانه دہ او خپل برکتونه تقسيموي ، رجب د اسلامي کال وومه مياشت ده ، د اللہ پاک آخری نبی ، رسولِ ہاشِمی صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي : اِنَّ الرَّجَبَ شَہْرُ اللہ بے شکه رجب د اللہ پاک مياشت ده.([1]) زمونږه خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د رجب په مياشت کښې دا دُعا غوښتله : اَللّٰہُمَّ بَارِکْ لَنَا فِی رَجَبٍ وَشَعْبَانَ وَبَلِّغْنَا رَمَضَانَ اے اللہ پاکه! مونږ ته په رجب او شَعبان کښې بَرَكت راکړې او مونږه رَمَضان ته اُورَسَوے.([2]) صُوفیائے کرام فرمائي : رجب د تُخم کرلو مياشت ده او شعبان [د نيکو فصل له] د اوښکو د اوبو ورکو مياشت ده او رمضان د فصل ريبلو مياشت ده([3])
اے د جَنَّت طلب ګارو! د تُخم کرلو مياشت راغلي ده ، ډير ډير د عِبَادت تُخم اوکرئ ، ډير ډير ذِکرُ الله کوئ او ډير ډير دُرُود وائې ، د لـمونځونو پابندی کوئ ، تَهَجُّد ، اشراق و چاشت ، اَوَّابین وغیرہ نفل لـمونځونه هُم کوئ ، د قرآنِ کریم ډير ډير تلاوت کوئ ، عِلمِ دین زده کړئ مدني قافلوں کښې سَفَر اوکړئ ، اجتماعاتو کښې شرکت اوکړئ ، ډير ډير دینی کارونه اوکړئ او نفلي روژے هُم اونيسئ. خوږ مكِّـى مَدَنـى سردار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي : د رجب د وړومبئ ورځې روژه د 3 کالو کَفَّارہ ده ، د دويمې ورځې روژه د دوو کالو کَفَّارہ ده ، د دريمې ورځې روژه د يو کال کَفَّارہ ده ، د هغې نه پس د رجب د