Book Name:Sultan ul Hind Khawaja Ghareeb Nawaz
اے سیِّده! زه غريبه يم ، لوَږې تيرووم ، د ډيرو ورځو نه مې يوه لقمه ډوډئ هم نه ده خوړلي ، په دې وجه ماشوم د پئيو نه محرومه دے. خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې دا واوريدل نو په خپلو وړو وړو ګوتو ئې ماشوم طرف ته اشاره اوكړه ، لکه مور ته چې عرض كوي چې دې ماشوم ته پـئ وركړئ ، مور ئې پوهه شوه او د خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په درخواست ئې هغه ماشوم په غيږه كښې واخستلو او پـئ ئې وركړل ، خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې ماشوم په پئيو څښلو اوليدلو نو ډير مُسكے شو او خوشحاله شو.([1])
د بعضو رواياتو مطابق خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به په وړوكوالي كښې ماشومان كور ته را بلل او په هغوئي به ئې طعام خوړلو. د هغوئي د ماشوم والي واقعه ده چې يو ځل د اختر ورځ وه ، د سحر په وخت كښې خلقو نوي نوي جامے اغوستي وے او په خوشحالئ خوشحالئ د اختر لمَانځه له د عيدګاه طرف ته روان وو ، خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هم نوي او قيمتي جامے اغوستي وے او عيدګاه طرف ته راون وو ، په لاره كښې ئې يوه دردناکه نظاره اوليدله ، څه ګوري چې د لارې په غاړه يو ماشوم ولاړ دے ، په سترګو نابِينا دے ، خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې د هغه زړے جامے ، غريبي او پريشاني او غم اوليدو نو زړه ئې خفه شو ، هغوئي هغه ماشوم د لاس نه اونيولو او كور ته ئې راوستلو ، خپلې قيمتي جامے ئې اوباسلې او هغه ته ئې واغوستلې ، او پخپله ئې زړے جامے واغوستلې او د هغه غريب ماشوم سره د عيد ګاه طرف ته روان شو. ([2])
رهبرِکامِلاں غریب نواز غریب نواز هادئِ ګمراهاں غریب نواز غریب نواز
مُصلِحِ عاصِیاں غریب نواز غریب نواز حامئِ بے کساں غریب نواز غریب نواز