Book Name:Sultan ul Hind Khawaja Ghareeb Nawaz

مفهوم : آسمان ستاسو د دَر طواف کوي یعني ستاسو دربار ډير اوچت دے ، تاسو په دواړو جهانو کښې خواجه او د دُنيا د بادشاهانو بادشاه ئې ، تاسو د اوليائے کرامو د رُجوع مرکز ئې ، ستاسو حِمَایَت او عِنَایَت چې پريږدم نو چرته لاړ شَم ، اے مُعِينُ الدِّين  چشتي! زما مدد اوفرمائے!

     د دوئي نه علاوه شهزاده دارا شُکُوه ، سُلطان غياثُ الدِّين ، سلطان مانډو ، شهزادہ شُجاع ، شهزادہ فَرُّخ او نور د خپل خپل وخت بادشاهانو د خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په دربارِ عالِي کښې حاضري ورکړي ده او هر يو په خپله خُله دا اقرار کړے دے چې د هِند په تخت باندې که هر څوک ناست وي خو په حقيقت کښې د هِند سُلطان خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دے.

وہ ہند کے راجہ ہیں ، میں اُن کا بھکاری ہوں       خالی میں چلا جاؤں ، کب اُن کو گوارا ہے

هغه د هِند بادشاه دے ، زه د هغه د دَر ملنګ

د هغه د دَر نه نه ځي هيڅ څوک تشه لَمَن

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د خواجه غريبِ نواز غريب نوازي

     خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د خلقو خدمت كول عظيمه نيكي ده. ماشَآءَ اللہ! خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به په ماشوم والي كښې هُم د نورو كارونه سَمَوَل او د غريبانو ، مسكينانو او فقيرانو سره به ئې نيكي کوله.

    بعضې تاريخ ليكونكو ليكلي دي چې كله خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د پئيو ماشوم وو ، نو يوه ورځ ئې د خپلې مور په غيږه كښې پـئ څښل ، په دې كښې يوه غريبه زنانه راغله ، د هغې زنانه په غيږه كښې وړوكے ماشوم وو ، هغه ماشوم د لوږې نه ډير ژړل ، ماشوم ئې چې په ژړا اوليدلو نو د خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مور زنانه ته اووئيل : ستاسو ماشوم اُوږے دے ، پـئ ورته ولے نه وركوے؟ د هغې زنانه په سترګو كښې اوښكې راغلې او اوئې وئيل :