Sultan ul Hind Khawaja Ghareeb Nawaz

Book Name:Sultan ul Hind Khawaja Ghareeb Nawaz

خواجه صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نجیبُ الطَّرَفَین دے یعنی د والِد او والدہ دواړو له طرفه سَیَّد زاده دے ، په 12 واسطو د هغوئي سِلسِلۀ نسب  اَميرُ المُؤمِنِين ، حضرتِ سَيِّدُنا عَلِـىُّ الْمُرْتَضٰى رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ  ته رسيږي. ([1])

ما شَــآءالـلّٰـه! خواجه صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د عِلمِ دِين ډير شَيدائي وو ، د هغوئي عُمر هغه وخت صرف پينځَلَّس کاله وو چې د والِد محترم سورے ئې د سر نه لرې شو ، په وراثَت کښې هغوئي ته يو باغ او يوه جرَنده (د وړو مشين چې د اوبو په طاقت چليږي هغه) پاتې شُو ، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هغه باغ ، جرَنده او نور چې څه سامان وو هغه خرڅ کړو او د هغې قيمت ئې په فقيرانو او مسکينانو باندې صدقه کړو او د عِلم د لارې مسافر جوړ شو ، اول سَمَرقَند ته لاړو ، هلته ئې قرآنِ کريم حِفظ کړو([2])   او د مولانا شَرفُ الدِّين رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه ئې عِلمِ دِين زده کولو شروع کړل ، خواجه صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې څومره علم حاصلولو هغه همره به ئې د عِلمِ دِين حاصلولو جذبه نوره زياتيدله ، چنانچه په سَمَرقَند کښې عِلمِ دِين حاصلولو نه پس ئې بُخارا ته تشريف يوړلو او د هغه ځائے د مشهور عالِـمِ دِين شيخ حُسَّامُ الدِّين رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه شاګردي ئې اختيار کړه ، زيات و کم د پينځه کاله مختصره موده کښې ئې د هغه وخت مُرَوَّجه عُلوم حاصل کړل او فراغت ئې حاصل کړو ، د ظاهري علومو حاصلولو نه پس هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د باطني عُلومو طرف ته مُتَوَجِّه شولو او د هغې د پاره د ايران علاقے “ هاروَن “ ته اورسيدلو. هلته ئې د حضرت خواجه عُثمان هاروَني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په لاس بَيعَت اوکړو او تقريباً شلو کالو پورې د پير صاحب په خدمت کښې اوسيدلو او د معرِفَت منزلونه ئې طے کول.([3])


 

 



[1]...فیضان خواجہ غریب نواز ، صفحہ : 3۔

[2]...اقتباس الانوار ، صفحہ : 347ملتقطاً۔

[3]...مرآۃ الاسرار ، صفحہ : 594خلاصۃً۔