Book Name:Sultan ul Hind Khawaja Ghareeb Nawaz
ئې اوكړو : جناب! د ښار حاکِم زما د پـټي ټول پيداوار په زور اخستے دے او وائي چې د شاهي فرمان نه بغير به تا ته ستا د فصل نه هيڅ حصه نه ميلاويږي. جناب! مهرباني اوكړئ! خپل خليفه بختيار كاكي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته خط اوليكئ چې بادشاه ته سفارش اوكړي. خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د هغه زميندار عرض واوريدلو او لږ ساعت ئې سوچ اوكړو بيا ئې اُوفرمائيل : اګر چې په سفارش به هم ستا مسئله حل شي خو الله پاك ستا د كار د پاره زه مُنتَخَب کړم ، زما سره دِهلي ته لاړ شه ، خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د هغه زميندار سره د اجمير نه دهلي ته روان شو ، لا په لاره كښې وو چې په څه طريقه خواجه بختيار كاكي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د راتلو خبر ميلاؤ شو. خواجه بختيار كاكي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د وخت د حاكِم سُلطان شَمْسُ الدِّين اَلْتَمَشْ خوا ته اورسيدلو ، هغوئي ته ئې د خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د راتلو خبر وركړو. سُلطان شَمْسُ الدِّين اَلْتَمَشْ د خواجه صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير عقيدت مند وو ، هغوئي د خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د پاره د شاهانه استقبال اهتمام اوكړو ، چې كله خواجه صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه تشريف راوړو نو خواجه بختيار كاكي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ئې په خدمت كښې حاضر شو او د تشريف راوړلو د سبب تپوس ئې ترينه اوکړو ، هغوئي اُوفرمائيل : د دې زميندار د كار د پاره دِهلي ته راغلے يم. هغوئي عرض اوكړو : جناب! دا كار خو به تاسو له د دې ځائے يو خادم هم كړے وے ، تاسو دومره تكليف ولے اوكړو؟ هغوئي اُوفرمائيل : چې كله دا زميندار زما خوا ته راغلو نو ډير خفه وو ، ما د ده د كار په باره كښې مُراقبه اوكړه ، نو د غيب نه حكم اوشو : د چا په غم كښې شريك كيدل عين عبادت دے ، نو زه د ده په غم كښې د شريك كيدلو د پاره پخپله راغلم. بيا هغوئي د سُلطان شَمْسُ الدِّين اَلْتَمَشْ سره ملاقات اوکړو او د هغه عاجز زميندار مسئله ئې حل كړه.
خواجۀ خواجګاں غریب نواز غریب نواز قبلۀ عارِفاں غریب نواز غریب نواز
مُرشِدِ ناقِصاں غریب نواز غریب نواز رهبرِ کامِلاں غریب نواز غریب نواز