Siddiq e Akbar رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ Ki Naseehatain

Book Name:Siddiq e Akbar رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ Ki Naseehatain

هغوي د مقام او مرتبې بيانولو نه عاجزه دې  او د هغوې رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ مقام و مرتبه بياندے څنګه شي۔۔۔؟ چې محبوبِ خُدا، مُحَمَّد مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ يارِ غار دے۔ تقویٰ دار (نيکان مسلمانان) به د هغوئي عزت ولې نۀ کوي چې الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې هغوئي ته اَتقٰی (يعنې پۀ اُمَّت کښې د ټولو نه لوئي متقي) فرمائيلے دے او عزت يـې ورله زيات کړے دے۔ څوک چې د صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د در ګدا شي د الله پاک فضل او رحمت بيامومي او زۀ د رَبِّ کريم پۀ فضل سره د صِدِّيقِ اکبر            رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د در ګدا يم۔

صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب!                                                                                              صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد

د حضرت صِدِّيق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ شان کښې دوه آيتونه مبارک

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! نن به مونږ د حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د ذِکرِ خير کولو او د اوريدو سعادت حاصلوو۔ ننۍ موضوع ده: د صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نصيحتونه۔ يعنې حضرت ابو بکر صِدِّيق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ چې پۀ مختلفو موقعو باندې کوم نصيحتونه فرمائيلي دي، نن به مونږ هٰغه نصيحتونه اورو۔ خو راځئ چې وړومبے د هغوئي پۀ شان کښې نازل شوي دوه آيتونه مبارک واورو:

   (1): اللہ پاک فرمائي:

وَ سَیُجَنَّبُهَا الْاَتْقَىۙ(۱۷) الَّذِیْ یُؤْتِیْ مَالَهٗ یَتَزَكّٰىۚ(۱۸) (پارہ:30، سورۀ وَاللَّیْل:17-18)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان:  او نزدې ده چې د ټولو نه لوئي پرهيزګار به د هٰغه وور نه لرې وساتلے شي۔ څوک چي خپل مال ورکوي د پاره د دې چې هغه پاک کړے شي۔

د شپږمې صدۍ هجرۍ (يعنې د نن نه تقريباً 9 سوه کاله مخکښې تير شوے) ډير لوئي محدث، علامه حُسَين بن مَسعُود يعنې اِمام بَغوِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې آيت لاندې فرمائيلي