Book Name:Siddiq e Akbar رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ Ki Naseehatain
يو ځل حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د بوډۍ کور ته لاړو چې د هغې څۀ کار اوکړي، هلته چې ورسيدو نو ځائے جارو کړے شوے وو، د اوبو منګے ډک پروت دے، ټول کارونه شوي دي۔ ډير حيران شو چې دا کارونه چا اوکړل؟
پۀ بله ورځ هغوئي سحر وختي هلته ورسيدل چې وګوري چې د بوډۍ کارونه څوک کوي۔ پۀ يو ځائے کښې پټ کيناستو، لږ ساعت پس د بوډۍ د کور نه يو کَس راوتلو، حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ چې ورته پۀ غور وکتل نو هغه څوک بل څوک نۀ بلکې د وخت خليفه حضرت ابو بکر صِدِّيق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ وو۔ ([1])
اَللہُ اَکْبَر! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د حضرت ابو بکر صِدِّيق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ شان ته وګورئ! د خلقو سره د هغۀ مينې ته وګورئ! رحمدلي ، شفقت او عاجزۍ ته يـې وګورئ! د وخت خليفه دے، پۀ زرګونو مصروفيات يـې دي، د دې باوجود هغوئي د ښار نه بهر اوسيدونکې بوډۍ پۀ خيال ساتلو کښې مصروف دے۔
پۀ دې کښې زمونږ د پاره سبق دے، مونږ له پکار دي چې مونږ هم د نورو پۀ کار راځو۔ د دې پۀ برکت به زمونږ وران کارونه سميږي۔ پۀ حديثِ پاک کښې دي: اِنسان چې د څو پورې د خپل مسلمان ورور پۀ کار کښې لګيا وي، رَبِّ کريم د هغۀ وران کارونه سموي۔([2])
رحمدلي(زړۀ سواندي) به څنګه نصيب کيږي۔۔۔؟
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! چې مونږه رحمدله(زړۀ سواندي) شو، د نورو پۀ کار راتللو ته مو زړۀ کيږي، ذِهن مو جوړ شي، دې د پاره مونږ له څۀ کول پکار دي؟ * د ټولو نه وړومبے خو ګناه پريږدئ، رښتونې پخه توبه وکړئ۔ ځکه چې د ګناه کولو سره زړۀ سختيږي، د رحمدلۍ(زړۀ سواندۍ) جذبې د زړۀ نه ووځي * نيک اعمال پۀ کثرت سره کوئ ولې چې