Book Name:Siddiq e Akbar رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ Ki Naseehatain
د نيکو پۀ برکت زړۀ صفا کيږي، پۀ زړۀ کښې نرمي پيدا کيږي۔ خاص طور د قرآنِ کريم تلاوت کوئ، نـمونځونه کوئ، ډير دُرُودِ پاک لولئ، د دې پۀ برکت به مو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! زړۀ نرم شي * د ذِکر و اذکار پۀ برکتونو کښې يو دا هم دے چې د الله پاک د کوم نوم مبارک ذِکر چي ډير کولے کيږي، د هٰغه نوم مبارک اثرات پۀ طبيعت باندې کيږي۔ لهذا د الله پاک د پاکو نومونو یارَحْمٰنُ، یَارَحِیْمُ ذِکر ډير کوئ، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! پۀ زړۀ کښې به مو د رحم او د شفقت جذبې زياتې شي * دغه شان د درودِ پاک پۀ برکتونو کښې دا هم دي چې کوم بنده ډير زيات درودِ پاک لولي، د هغه د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د صفتونو فيضان نصيب کيږي۔ ځکه ډير زيات درودِ پاک لولئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دواړو جهانو د رحمت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د رحمت او شفقت فيضان به مو نصيب کيږي * قبر او اخرت هيرول د زړۀ د سختۍ د ټولو نه لوئي او اهم سبب دے۔ لهذا د رحمدلۍ(زړۀ سواندۍ) نعمت موندلو د پاره قبر او اخرت يادوئ! هديرې ته د تللو معمول جوړ کړئ، د هديرې والؤ د پاره فاتحه شريف هم کوئ، ايصالِ ثواب هم کوئ، بيا لږ ساعت کښينئ او قبر، د دې وحشتونه، د قبر تيارۀ، تنهائي، ويره، بيا د قيامت پۀ ورځ د قبر نه راپاڅيدل، د الله پاک پۀ بارګاه کښې پيش کيدل وغيره، پۀ دې ټولو معاملو باندې غور کوئ۔ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! زړۀ به مو نرم شي او رحمدلي به مو نصيب شي * دغه شان د يتيمانو پۀ سر باندې لاس کيښودل، د غريبانو مدد کول، د بے وسو ملاتړ جوړيدل هم پۀ زړۀ کښې رحمدلي پيدا کوي۔ که مونږ پۀ زړۀ باندې پۀ بوج اچولو، پۀ نفسِ اَمَّاره (پۀ ګناهونو باندې د راپارونکي نفس) پۀ غلي کولو د شفقت او د رحمدلۍ(زړۀ سواندۍ) مظاهره شروع کړو نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! پۀ ورو ورو به پۀ زړۀ کښې د رحمدلۍ جذبې پيدا کيدل شروع شي او که رَبِّ کريم وغوښتل نو رحمدلي به زمونږ د طبيعت حصه جوړه شي۔
* د زړۀ سختي، د رحمدلۍ د جذبې نۀ کيدل، د دې يو اهم سبب خراب صحبت هم