Siddiq e Akbar رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ Ki Naseehatain

Book Name:Siddiq e Akbar رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ Ki Naseehatain

ذات مې دې قَسم وي کوم چې زۀ رښتونے نبي راوليږلم! ستا سره بغض او حسد لرونکے که د 70 نبيانو د نيکو برابر نيکۍ راوړي، هيڅکله به جَنَّت ته نۀ ځي۔ ([1])

تُو ہے آزاد سَقر سے تیرے بندے آزاد ہے یہ سالِکؔ بھی ترا بندۂ بےزَر صِدِّیق!([2])

وضاحت: اے خوږه صِدِّيقه! اے يارِ غارِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! تاسو د دوزخ نه ازاد يـۍ، ستاسو غلامان، ستاسو سره محبت کوونکي به هم ستاسو پۀ برکت اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دوزخ نه ازادي بيامومي او اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! دا سالِکؔ (يعنې مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه) هم ستاسو بندۀ بے زَر(يعني د دنياوي مال او دولت لالچي نۀ بلکه رښتونے غلام) دے۔

اَللہُ اَکْبَر! څومره د عبرت خبره ده۔۔۔!! صرف د يو نبي عَلَیْهِ السَّلَام د نيکو برابر نيکۍ هم د چا نشي کيدے نو د 70 نبيانو د نيکو برابر نيکۍ څنګه کيدے شي، نبيان اخر نبيان دي، د هغوئي پۀ شان نيک اعمال څوک کولے شي، زمونږ پۀ شان ګنهګاران خو غټۀ خبره ده د اولياءُ الله نيکۍ هم د نبيانو د نيکو برابر نشي کيدے۔۔۔!! خو د عبرت خبرې ته وګورئ! بفرضِ مُحال (يعنې دا ممکن نۀ ده خوبيا هم فرض کړئ! چې) که څوک دومره نيکۍ هم اوکړې خو د هغۀ پۀ زړۀ کښې د صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ بُغض موجود وي نو صرف دا يو ګناه دومره لويه ده چې پۀ دې ټولو نيکو باندې به درنۀ شي او بنده به د جَنَّت نه محرومه پاتې شي۔ اَلاَمَانُ وَلحَفِيظ۔۔۔!!

د صِدِّيق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ دښمن باندې لعنت وَريږي

صحابئ رسول حضرت اَنَس بن مالِک رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: يوه ورځ سرکارِ عالي وقار، مکي مدني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په مِنبر باندې جلوه فرما شو، د الله پاک حمد او ثنا يې


 

 



[1]... تاریخِ مدینہ دمشق، جلد:30، صفحہ:150۔

[2]... دیوانِ سالک، صفحہ:72۔