Book Name:Siddiq e Akbar رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ Ki Naseehatain
طرف ته متوجه شو او اوئې فرمائيل: تاسو واوريدل څۀ چې دا وائي؟ هغوئي لاسونه جوړه کړل او عرض يـې اوکړو: آؤ ! يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! مونږ واوريدل، مونږ توبه کوو، مونږ به بيا چرې هم پۀ شَيخَينِ کَرِيمَين (يعنې پۀ حضرت ابو بکر او عمر رَضِىَ اللهُ عَـنْهما) پسې خبرې نۀ کوو۔ ([1])
عَدُو اُن کا رہے خَوار و ذَلیل و خَسْتَہ و اَبْتَر
مُحِبّ ہو یا الٰہی! شاد ماں صدیق اکبر کا
نہ جائے حشر تک دل سے مِرے اُلْفَت مِرے اللہ
عطا کر مجھ کو عشقِ جاوداں صدیق اکبر کا
د صِدِّيق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ سره د بُغض کولو وبال
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! څومره د عبرت خبره ده، نن سبا بيباکي خوريږي، خلق پۀ خبره هډو سوچ نۀ کوي، د بد تميزۍ يو طوفان راخور دے، الله پاک دې مونږ معاف کړي، بعضې خلق د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم او د اوليائے کرامو پۀ باره کښې داسې ګنده ژبه هم استعمالوي چې ايمان والا يـې واوري نو غوږونو له به لاسونه يوسي۔ سوشل ميډيا (Social Media) خو ډيره تباهي راوستې ده، خلق د ويوز (Views) د پاره داسې داسې خبرې کوي کومې چې د اوريدو قابلې نۀ وي۔ بيا هغه ليدونکي، اوريدونکي هم د هغوئي خبرې شروع کړي۔ الله پاک دې زمونږ حفاظت اوکړي۔ د داسې بے ادبو نه دې هميشه مونږ بچ کړي! ياد ساتئ چې د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم محبت د ايمان ځان دے او د صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان سره بُغض ساتل د دوزخ پيغام دے۔ خاص طور د حضرت ابو بکر صِدِّيق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ خو ډير ادب کول پکار دي۔ پۀ حديثِ پاک کښې دي، رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حضرت ابوبکر صِدِّيق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ وفرمائيل : پۀ هٰغه