Book Name:Siddiq e Akbar رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ Ki Naseehatain
خبره خوښوي چې د قيامت پۀ ورځ رَبِّ کريم هغۀ ته د دوزخ نه پناه عطا کړي، هغه دې پۀ مسلمانانو باندې رحيم او زړۀ سواندے شي۔
سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! معلومه شوه چې رحمدلي (زړۀ سواندي)، د مسلمانانو سره نرم زړۀ ساتل، د دوزخ نه بچ کوونکے نيک عمل دے۔ مونږ ټولو له پکار دي چې د نرم زړۀ والا شو۔ نن سبا دا هم ډيره لويه مسئله ده، زړونه ډير سختيږي۔ د زړۀ نرمي ختميږي۔ د طبيعت نه چې لږه اخوا خبره وشي نو د غصې نه تَک سور شي۔ الله پاک دې زمونږ پۀ حال باندې رحم اوکړي، رحمدلي(زړۀ سواندي) د مسلمان کيدو تقاضا ده، د کامِل ايمان والا هغه دے څوک چې رحمدله(زړۀ سواندے) وي۔
د رحمدلۍ(زړۀ سواندۍ )پۀ باره کښې حديثونه مبارک
(1): د بخاري شريف حديثِ پاک دے، خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: لَا يَرْحَمُ اللَّهُ مَنْ لاَ يَرْحَمُ النَّاسَ څوک چې پۀ خلقو باندې رحم نۀ کوي الله پاک پۀ هغۀ باندې رحم نۀ فرمائي۔ ([1]) (2): پۀ يو حديثِ پاک کښې فرمائي: الرَّاحِمُونَ يَرْحَمُهمُ الرَّحْمٰن څوک چې رحم کوونکي دي، اللهُ رحمان پۀ هغوئي باندې رحم فرمائي۔ ([2]) (3): رحمتِ عالَم، نورِ مُجَسَّمْ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: لَا تُنْزَعُ الرَّحْمَۃُ اِلّا مِنْ شَقِیٍّ یعنې رحمت نۀ ويستلے کيږي خو د بد بخته (د زړۀ) نه۔ ([3])
روايت دے: د مدينے منورې سره پۀ خوا کښې علاقه کښې يوه نابينا بوډۍ اوسيدله۔