Siddiq e Akbar رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ Ki Naseehatain

Book Name:Siddiq e Akbar رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ Ki Naseehatain

د ښکلو مخونو والا چرته لاړل۔۔۔؟

 خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! واقعي چې رښتيا خبره ده، مونږه د خاورو نه جوړ اِنسانان يو، بيرته به د خاورو سره يو ځائے شو۔ فخر، غرور، تکبر پۀ هيڅ شان زمونږ سره نۀ ښائي۔ شرافت دا دے چې مونږ پۀ عاجزۍ سره سر ټيټ وساتو، چې کوم نعمت هم ميلاؤ شي، پۀ هغې باندې شُکر ادا کړو، هيڅکله هيڅکله هم پۀ فخر کښې نۀ اخته کيږو۔ حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: هٰغه د ښکلو مخونو والا کومو چې به پۀ خپله ځوانۍ باندې نازونه کول، نن چرته دي؟ هٰغه بادشاهان کومو چې ښارونه جوړ کړل، پۀ اوچتو ديوالونو به يـې د ښارونو حفاظت کولو، نن هغوئي چرته دي؟ هٰغه بهادران کوم چې به جنګ ته لاړل نو ټولو له به يـې شکست ورکولو، نن چرته دي؟ زمانې د هغوئي نوم او نشان ختم کړو، اوس هغوئي د قبرونو پۀ تيارو کښې پراتۀ دي۔([1])

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! واقعي عبرت، بس عبرت دے۔ نن چې مونږ تکبر کوو * څوک پۀ خپل ښائست باندې نازونه کوي * څوک پۀ خپل ښۀ اواز باندې فخر کوي * څوک پۀ مال او دولت باندې نازيږي * څوک د خپلې عهدې او منصب پۀ وجه پۀ فخر او غرور کښې اخته کيږي۔ آه! مرګ به راځي، ضرور به راځي او دا ټول فخر، دا ټول نازونه، دا ټول غرور به د خاورو سره خاورې شي۔

ہے یہاں سے تجھ کو جانا ایک دِن                                                                                        قبر میں ہو گا ٹھکانا ایک دِن

منہ خُدا کو ہے دکھانا ایک دِن                                                                                                                  اب نہ غفلت میں گنوانا ایک دِن

ایک دِن مرنا ہے آخر موت ہے

کر لے جو کرنا ہے آخر موت ہے


 

 



[1]...صفۃ الصفوۃ، جلد:1، صفحہ:136۔