Siddiq e Akbar رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ Ki Naseehatain

Book Name:Siddiq e Akbar رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ Ki Naseehatain

پۀ هغې خوشحاله شي نو دا ګناه نۀ ده۔([1])

ځان خوښي د شيطان وسله ده

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ راکړے شوو نعمتونو کښې ورکيدل، پۀ ځان خوښۍ کښې اخته کيدل، خاص طور پۀ دُنيائي ښکلا او ښائست باندې تکبر کول د شيطان پۀ وسلو کښې ډيره سخته وسله ده۔ حضرت عبد الرحمان بن زِيَاد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يو ځل حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام تشريف فرما وو، مخامخ يـې يو کَس پۀ راتلو وليدو، هغه رنګا رنګ ټوپۍ پۀ سر کړې وه، کله چې هغه رانزدې شو نو هغه هٰغه ټوپۍ کوزه کړه، حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام ترينه پوښتنه اوکړه: تۀ څوک يـې؟ هغه ووئيل: زۀ ابليس يم۔ اوئې فرمائيل: دا کومه ټوپۍ چې تا پۀ سر کړې ده دا څۀ دي؟ اوئې وئيل: دا زما هٰغه جال دے کوم چې زۀ د آدم پۀ اولاد باندې ورغورځووم۔ حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام ترينه پوښتنه اوکړه: دا ووايه چې هغه کومه ګناه ده کله چې انسان هغه اوکړي نو تۀ پۀ هغه باندې قابو بيامومې۔ شيطان ووئيل: کله چې اِنسان پۀ ځان خوښۍ کښې اخته شي (يعنې پۀ ځان باندې فخر شروع کړي) او خپل ګناهونه هير کړي، بيا زۀ پۀ هغۀ باندې غالب کيږم۔ ([2])

الله! الله! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! معلومه شوه چې کوم اِنسان پۀ ځان خوښۍ کښې اخته شي، څوک چې خپل ګناهونه هير کړي، هغه د شيطان پۀ جال کښې راګير شي۔ مونږ له پکار دي چې د دې دواړو ګناهونو نه هميشه ځان ساتو۔

ځان ته پاک مۀ وايئ!

    الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي:


 

 



[1]... احیاء العلوم، کتاب ذم الکبر والعجب، بیان حقیقۃ العجب، جلد:3، صفحہ:454۔

[2]... تنبیہ الغافلین، باب عداوۃ الشیطان و معرفۃ مکایدہ، صفحہ:346۔