Book Name:Siddiq e Akbar رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ Ki Naseehatain
ښائست پۀ وجه چې کله د بنده پۀ زړۀ کښې ځان خوښي راشي نو الله پاک د هغۀ نه ناراضه کيږي، د دې پورې چې هٰغه دُنيائي ښائست د ځان نه لرې کړي۔ فرمائي: پۀ دې اوريدو ما هٰغه نوې جامې ويستلې او نورې مې واغوستې۔ ([1])
اَللہُ اَکْبَر! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! څومره د نصيحت خبره ده، دلته خو ډير عام دستور دے چې کله نوې جامې واغوستے شي نو ځان ته ګوري، آئينې ته ودريږي، بيا بيا ورته ګوري چې زۀ څنګه ښکارم، د نورو نه رائے هم اخستے کيږي بلکې چې نوې جامې واغوندو، څوک مو وويني او زمونږه تعريف اونکړي نو پۀ مونږ بد هم لګي۔
يقيناً چې داسې ځان پۀ نوو جامو کښې خوښول، اګر که د ګناه نه ډکه ځان خوښي نۀ ده، البته! د حضرت صِدِّيقِ اکبررَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ نصيحت کښې ډير سبق دے، هغوئي فرمائي: کله چې بنده داسې پۀ دُنيائي ښکلا کښې اخته شي، رَبِّ کريم د هغۀ نه د رحمت نظر لرې کړي۔
الله پاک دې زمونږ پۀ حال باندې رحم اوکړي۔ د صِدِّيقِ اکبررَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نصيحت قبول کړئ! د عُجب يعنې ځان خوښۍ نه د بچ کيدو نيت اوکړئ!
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د خپل کمال (مثلاً د عِلم يا عمل يا مال) د خپل ځان طرف ته نسبت کول او د دې خبرې نه نۀ ويريدل چې دا به رانه واخستے شي۔ دې ته عُجب (يعنې ځان خوښي) وئيلے شي۔
د ګناه نه ډکه ځان خوښي دا ده چې اِنسان نعمت خپل کمال وګڼي، مثلاً خپل حُسن ته پۀ کتو پۀ ځان خوښۍ کښې اخته شي، دا وګڼي چي دا زما ذاتي کمال دے۔ نعمت ورکونکے هير کړي۔ که نعمت ذاتي کمال اونۀ ګڼي بلکې د الله پاک عطا يـې وګڼي او