Siddiq e Akbar رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ Ki Naseehatain

Book Name:Siddiq e Akbar رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ Ki Naseehatain

مړي ته چې درې ورځې پس وګورې نو۔۔۔!

 اَميرُ المُؤمِنِين حضرت عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو ځل خپل يو ملګري ته وفرمائيل: وروره! د مرګ ياد زما نه خوب تښتولے دے، زۀ ټوله شپه ويخ ووم او د قبر پۀ باره کښې مې سوچ کولو۔ اے وروره! که تۀ درې ورځې پس مړے د هغۀ پۀ قبر کښې ووينې نو پۀ دُنيا کښې د ډيرې مودې پورې د هغۀ سره د پاتې کيدو باوجود به تۀ د هغۀ نه ويريږې، که تۀ د هغۀ د کور يعنې د قبر دننه حصه ووينې پۀ کوم کښې چې چينجي ګرځي او بدن يـې خوري، د هغۀ د بدن نه نوونه  جاري وي، سخا بوئي ترې ځي، د هغۀ کفن خراب شوے دے۔ هۍ! هۍ! غور خو اوکړه! دغه مړے چې کله ژوندے وو نو ښکلے وو، خوشبوئي به يـې هم ښه اِستعمالوله، ښې جامې به يـې هم اغوستې۔۔۔!! راوي وائي: د دومره وئيلو نه پس د حضرت عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه زړۀ راډک شو، هغوئي چغه کړه او بے هوشه شو۔ ([1])

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! خبره هم دا رښتيا ده، مونږ د خاورو نه جوړ بندګان يو، زمونږ سره فخر او غرور، ناز او تکبر هيڅکله هم نۀ ښائي۔ لهذا پکار دي چې مونږ د الله پاک پۀ حُضور کښې عاجزي اوکړو، سر ښکته کړو، پۀ نعمتونو کښې د ورکيدو پۀ ځائے، د نعمت ورکوونکي رَبِّ کريم پۀ ياد کښې ژوند تير کړو۔ الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔

د رحمدله(زړۀ سواندي) بنده فضيلت

د حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نور نصيحتونه واورئ! هغوئي فرمائي: څوک چې دا


 

 



[1]... احیاء العلوم، کتاب ذکر الموت و ما بعدہ، بیان حال القبر و اقاویلہم عند القبور، جلد:4، صفحہ:588۔