Siddiq e Akbar رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ Ki Naseehatain

Book Name:Siddiq e Akbar رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ Ki Naseehatain

بيان کړله، بيا يې وفرمائيل: ابو بکر چرته دے؟ صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ عرض اوکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! زۀ دلته حاضر يم۔ اوئې فرمائيل: ابو بکر! زما خوا ته رانزدې شه! هغوئي ورنزدې شول، زما او ستاسو آقا، محبوبِ خُدا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ خپلې سينې ته راجُخت کړو او پۀ خپلو ښکلو ښکلو نوراني شونډو مبارکو يـې د حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ تندے ښکل کړو۔

حضرت اَنَس بن مالِک رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: مونږه وليدل چې هٰغه وخت د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د سترګو مبارکو نه اوښکې بهيدلې، هغوئي د صِدِّيقِ اکبر لاس ونيولو او په تيز آواز يـې وفرمائيل: اے د مسلمانانو ډلې! دا ابو بکر صِدِّيق دے، دا د مهاجرينو هم سردار دے، د انصارو هم سردار دے، دا زما ملګرے دے، دۀ زما هٰغه وخت تصديق اوکړو، کله چې خلقو زما نه اِنکار کولو، بس څوک چې د دۀ سره بغض ساتي، پۀ هغۀ باندې دې د الله پاک او د لعنت کوونکو لعنت وي۔۔۔!!! ([1])

د الله پاک پناه! اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! دُعا اوکړئ! چې الله پاک مونږه د مرګه پورې د داسې سپيرۀ والي نه محفوظ کړي، يقين اوکړئ چې د صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان بے ادبي کول، پۀ زړۀ کښې د هغوئي پۀ باره کښې خيرے ساتل د سخت نقصان کار دے۔

د حضرت صِدِّيق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ يو څو صفتونه مبارک

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! جَمادَي الاُخریٰ مياشت جاري ده، دې ته د صِدِّيقِ اکبررَضِىَ اللهُ عَـنْهُ مياشت هم وئيلے شي ځکه چې د دې مياشتې پۀ 22 تاريخ  يومِ صِدِّيقِ اکبر نمانځلے شي * حضرت ابو بکر صِدِّيق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ډير د اوچت شان والا دے                   * صحابئ رسول دے * د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وزير


 

 



[1]... الریا ض النضرۃ، الباب الرابع فیما جاء مختصًا بالاربعۃ  الخلفا،جز:1، صفحہ:42 ملتقطًا ۔