Siddiq e Akbar رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ Ki Naseehatain

Book Name:Siddiq e Akbar رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ Ki Naseehatain

دے۔ چې د خرابو او د ظالِم طبيعت والا خلقو سره کښينۍ نو زړۀ به مو سختيږي، ځکه د نيک، د نرمو زړونو والؤ، د زړۀ سواندو خلقو صحبت اِختيار کړئ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د رحمدلۍ  نعمت به مو نصيب شي۔

پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: نيک اَعمَال

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! پۀ زړۀ کښې د عشقِ رسول زياتولو، د صحابۀ کرامو او اهلِ بيتو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم د محبت نه د زړونو ډکولو، د رښتينو عقيدو د زده کولو د پاره د عاشقانِ رسول د دِيني تنظيم دعوت اِسلامي ديني ماحول سره خپل تړون نور هم مضبوط کړئ! پۀ 12 ديني کارونو کښې هم ښه ډيره برخه واخلئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دنيا او اخرت بے شميره خيرونه به درنصيب شي۔ پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: نيک اعمال هم دے۔

* رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: عقل مند هغه دے چې خپله محاسبه او د مرګ نه وروستو ژوند د پاره عمل وکړي ([1]) * د ځان د اصلاح او د شيطان نه د بچ کيدو بهترينه طريقه هم دا ده چې مونږ د خپلو عادتونو، خپل کردار او د خپلو اعمالو جائزه اخلو۔ پۀ اوسني وخت کښې اميرِ اهلِسُنَّت مولانا محمد الياس عطّار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د خپل ځان د جائزې اخستو اسانه طريقه ښودلې ده: رساله نيک اعمال * د زيات عمر اسلامي وروڼو د پاره پۀ نيک اعمال رساله کښې 72 سوالونه او جوابونه ليکلے شوي دي * د هر سوال نه لاندې 30 خانې دي * هره ورځ د سوال لوستلو سره خپله جائزه اخستل دي او خانے ډکول دي * د ښه اسلامي ژوند تيرولو بهترينه نسخه ده * د دې پۀ ذريعه پته نه لګي چې د څومره خلقو اصلاح شوې ده 

تاسو هم دا رساله واخلئ! د نيک اعمال مطابق روزانه خپله جائزه اخلئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ډيره


 

 



[1]... ترمذی، ابواب صفۃ القیامۃ، صفحہ:583، حدیث:2459 ۔