Siddiq e Akbar رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ Ki Naseehatain

Book Name:Siddiq e Akbar رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ Ki Naseehatain

فائده به در ورسي * اخلاق به ښه کيږي * کردار به ښه شي * عادتونه به ښه شي * پۀ نيکو باندې به استقامت نصيب شي * د ګناهونو نه به نفرت شي * زړۀ به روښانه شي * د الله محبت به نصيب شي * عشق رسول به زيات شي * روحانيت به ميلاو شي او * د آخرت فکر به نصيب شي۔

صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب!                                                                                              صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد

د نيک اعمال رسالې برکتونه

د نيو کراچۍ د يو اِسلامي ورور د بيان خلاصه ده چې زمونږ د علاقې د جومات امام صاحب څوک چې د دعوتِ اِسلامي سره تعلق لري، هغه انفرادي کوشش اوکړو او زما مشر ورور له يـې نيک اعمال رساله پۀ تحفه کښې ورکړه۔ هغه کور ته راوړه او اوئې لوستله نو حيران شو چې پۀ دومره مختصره رساله کښې يو مسلمان ته د اِسلامي ژوند تيرولو څومره بهترينه فارمولا ورکړے شوې ده! د نيک اعمال رسالې ميلاويدو پۀ برکت اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د هغه د نـمونځ جذبه نصيب شوه او د جَمعې سره د نـمونځ کولو د پاره جومات ته حاضر شو او اوس پينځه وخته نـمونځ ګزاره جوړ شوے دے، ګيره مبارکه يـې هم پريښودې ده او پۀ پابندۍ سره د نيک اعمال رسالې نه جائزه اخلي۔

نیک اعمال کے عامل پہ ہر دم ہر گھڑی                 یاالہٰی!خوب برسا رحمتوں کی تُو جھڑی

صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب!                                                                                              صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد

مَدَني قاعِده (Madani Qaida) موبائل ايپلي کيشن

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د قرآنِ کريم فيضان عام کولو د پاره د دعوتِ اسلامي I.T ډيپارټمنټ يو موبائل ايپلي کيشن هم جاري کړے دے، د کوم نوم چې مَدَني قاعِده (Madani Qaida) دے۔ پۀ دې ايپلي کيشن کښې مکمله مَدَني قاعِده او د دې آډيو