Book Name:Siddiq e Akbar رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ Ki Naseehatain
نن سبا دلته خلق پۀ دې معامله کښې ډير د تادۍ نه کار اخلي، د رسولِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نوم مبارک ليکي نو د بره پرې وړوکے شان صاد او مختصر شان واړۀ الفاظ ليکي۔ دا ډيره سخته خبره ده، علمائے کرامو دې ته د ګناه او دوزخ ته بوتلونکے کار ليکلے دے([1]) دې وجې نه خپل عادت جوړ کړئ! چې چرته هم د جانِ عالم، نُورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نوم مبارک ليکۍ نو ورسره پوره درود شريف لازمي ليکئ۔ يو څو سيکنډه پرې لګي۔ لهذا پۀ دې کښې هيڅکله هم ناراستي نۀ دي کول پکار۔ الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔
مومنو! آپ پر پڑھے جاؤ با ادب اور با وقار درود
بھاری مرہم ہے دل فگاروں کو راحتِ جانِ بے قرار درود
جو محِبِّ نبی ہے اے کافیؔ! چاہیے اس کو بار بار درود([2])
صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب! صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد
پۀ حديثِ پاک کښې دي: اِنَّمَا الْاَعْمَالُ بِالنِّیَّات د اعمالو دار و مدار پۀ نيتونو دے۔ ([3])
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! پۀ ښو ښو نيتونو د عمل ثواب زياتيږي۔ راځئ چې د بيان اوريدو نه مخكښې څۀ ښۀ ښۀ نِيَّتونه وكړئ: مَثَلاً * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم * پۀ اَدب به کښينم * ښۀ پۀ توجُّه به بيان اورم * څۀ چې واورم، د هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل کولو او نورو ته د رَسولو کوشش کووم۔
صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب! صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد