Siddiq e Akbar رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ Ki Naseehatain

Book Name:Siddiq e Akbar رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ Ki Naseehatain

ګستاخ سپۍ وچيچلو

صحابئ رسول حضرت اَنس بن مالِک رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: يو ځل د نُور محفل لګيدلےوو، رسولِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تشريف فرما وو، صحابۀ کرام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم هم حاضر وو، پۀ دې کښې يو کَس حاضر شو، د هغۀ د ښپې نه وينه بهيدله۔ د نبيانو نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ترينه پوښتنه اوکړه: څۀ وشو؟ عرض يـې اوکړو: حُضُور! پۀ فلانکي ځائے کښې يوه سپۍ وه، هغې وچيچلم۔ نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تسلي ورکړه او اوئې فرمائيل: کښينه! هٰغه کَس کيناستو۔

لږ ساعت تير شوے وو چې يو بَل کَس حاضر شو، د هغۀ د ښپې نه هم وينه بهيدله۔ پوښتنه يـې ترينه اوکړه: پۀ تا څۀ وشو؟ هغۀ هم هٰغه جواب ورکړو، اوئې وئيل: پۀ فلانکي ځائے کښې سپۍ وه، هغې وچيچلم۔ بيا خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم صحابؤ ته وفرمائيل: راځئ! دغې سپۍ له سزا ورکوو۔ پۀ دې وئيلو نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هٰغه طرف ته روان شو، صحابۀ کرام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم هم ورسره  روان شو۔

حضرت اَنس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: بعضې صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم تورې هم راويستې۔ رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هلته ته ورسيدو، هٰغه سپۍ ونيولے شوه او هغوئي ته پيش کړے شوه، هغې سپۍ چې کله نُوراني مخ پۀ جلال کښې وليدو نو فوراً يـې پۀ ښپو پريوته او د اِنسانانو پۀ ژبه کښې يـې ووئيل: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ما له سزا مۀ راکوئ! زۀ يو پيرے يم، ما ته دا حُکم شوے دے چې څوک هم پۀ ابو بکر او عمر پسې خبرې کوي، هغه وچيچم۔ دې دواړو به پۀ ابو بکر او عمر رَضِىَ اللهُ عَـنْهما پسې خبرې کولې، ځکه ما دوئي وچيچل۔

رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې د سپۍ خبرې واوريدې نو د هٰغه دواړو